روسیه هیڅکله اټومی تړون ته تاوان رسیدل نه منی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63775-روسیه_هیڅکله_اټومی_تړون_ته_تاوان_رسیدل_نه_منی
زمونږخبریال وایی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په دې خبرې ټینګار سره چې ماسکو دایران داټومی موافقې په اړه د بیا خبرو اترو دمخنیوی لپاره خپله ټوله هڅه وکاروی وویل روسیه اټومی موافقې ته هیڅ ډول تاوان رسیدل نه منی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2018 03:14 Asia/Kabul
  • دسوریې په شمال کښې د ځايی ځواک د جوړولو لپاره دامریکا هڅې دسوریې دځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره له ژمنې سره په تضاد کښې دي .
    دسوریې په شمال کښې د ځايی ځواک د جوړولو لپاره دامریکا هڅې دسوریې دځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره له ژمنې سره په تضاد کښې دي .

زمونږخبریال وایی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په دې خبرې ټینګار سره چې ماسکو دایران داټومی موافقې په اړه د بیا خبرو اترو دمخنیوی لپاره خپله ټوله هڅه وکاروی وویل روسیه اټومی موافقې ته هیڅ ډول تاوان رسیدل نه منی .

هغه وویل داټومی موافقې اروپایی لورو هیوادونو په ښه ډول د اټومی تړون په باره  کښې دبیا خبرو اترو دمسلې خطرونه درک کړی او  هغوې به  بیا خبرو دترسره کیدا غوښتنه ونه منی .

د روسیې خارجه وزیر لاوروف د مینځنی ختیځ په  چارو  کښې د نه لاسوهنې لپاره له ایران څخه د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا دامریکا غوښتنه غیر ممکنه وبلله او ویې ویل ایران دسیمې دټولو هیوادونو په شان په دې برخه کښې خپلې ګټې تعقیبوی .

د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف دغه راز دسوریې په شمال کښې د ځایی ځواک د جوړولو لپاره په امریکا نیوکې سره وویل دسوریې په شمال کښې د ځایی ځواک د جوړولو لپاره دامریکا هڅې دسوریې دځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره له ژمنې سره په تضاد کښې دی .

امریکا ، سعودی عربستان، فرانسه ، انګلستان، ترکیه ، قطر، اردن ، متحده عربی امارات، اردن ،اسرائیل ،بحرین ، کویت  او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه په سوریې او عراق کښې له ترهګرو ډلو سره مالی ، پوځی او استخباراتی مرستې کوی .