مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د آفتاب یزد ورځپاڼی په یو سرلیک کی د لاوروف له خولې لیکل شوی دی: امریکا دی په مدرک سره ثابته کړی؛ چی موږ له شمالی کوریا سره مرسته کوؤ.
د روسیې خارجه وزیر«سرګئی لاوروف» څرګنده کړه: امریکا ته په کار دئ پوه شی، چی ستراتژیک ثبات یواځی له روسیې او چین سره د همکارۍ په سیوری کی عملی کیږی، او د سوریی په شمال ختیځ کی د قدرت او پوځی ځواک په رامنځته کولو کی، د امریکی هلې ځلې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې له ژمنې سره ضدیت لری.
د روسیې خارجه وزیر؛ د ملګرو ملتو په مقر کی، په یو خبری کنفرانس کی، د امریکی له خوا؛ له روسیې سره د عادی خبرو اترو پر ځای، د مقابلې د سیاست د پرمخ بیولو په هکله خواشینې وښودله.
سرګئی لاوروف؛ له ایران سره د اټمی موافقې په اړه هم وویل: روسیه؛ د برجام هر ډول پایمالول نه منی، او اروپائیان د هغه په خطرونو پوه شوی دی، او د منځنی ختیځ په چارو کی د مداخلې نه کولو په زمینه کی؛ له ایران څخه غوښتنه ناشونې ده، او د عربستان په شمول هر هیواد د خپلو ګټو په لټه کی دئ. هغه همداراز څرګنده کړه: واشنګټن باید، پدې هکله چی مسکو؛ له بندیزونو څخه د خلاصون لپاره، له پیونګ یانګ سره مرسته کوی، دلیل او مدرک وړاندی کړی.
د امریکی ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» د چهار شنبی په ورځ ویلی ؤو؛ د روسیی دریځ دا دئ چی د پیونګ یانګ د ګوښې او منزوی کولو لپاره بین المللی هلې ځلې، بی نتیجی کړی او د شمالی کوریا په باره کی زموږ سره کومه مرسته نه کوی.
د تهران چاپ د ابرار په ورځپاڼه کی تر دی سرټکی لاندی؛ چی «هند په اټمی خولۍ سمبال بالستیک توغندئ وآزمایه» په یو راپور کی راغلی دی: هند د پنجشنبی په ورځ؛ د«آګنی- ۵» په نامه؛ لویه وچه ویشتونکئ بالستیک توغندی و آزمویه، چی د ستراتژیکو قواؤو په قوماندانۍ پوری د نهایی یو ځای کیدو په لور یو بل ګام ګنل کیږی.
دغه توغندئ؛ د څه د پاسه ۵۰۰۰ کیلو مټرو د ویشتلو توان په لرلو سره، د چین شمالی برخو ته د رسیدو قابلیت لری.
د هند دفاع وزیر راپور ورکړ: موږ په بریالیتوب سره د اټمی خولۍ د وړلو په قابلیت سره د«آګنی- ۵» بالستیک توغندئ وآزمایه. آګنی- ۵، وروستئ ځل د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر کی و آزمویل شو، چی په هغه وخت کی یی د دغه دری مرحله ایز توغندی د څلرم او وروستۍ آزموینې په ټوګه یاد شوئ ؤ.
*******
د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی د خپلو نړیوالو خبرونو په یو سرټکی کی لیکلی دی:«د ملګرو ملتو سازمان؛ په یمن کی د عربستان د جنایتونو نوی اړخونه افشا کړل»
د ملگرو ملتو د بشری حقوقو د څارنی مؤسسې، سعودی رژیم په یمن کی د بشری حقوقو د نړیوالو قوانینو پایمالونکئ وباله، او اعلان یی وکړ: چی د عربستان پوځی ائتلاف؛ په یمن کی ۸۷ ځلې غیر قانونی حملې کړی دی، او لږ تر لږه یی ۱۰۰۰ یمنی ملکیان وژلی دی. دغه سازمان په ۲۰۱۸ کی، پخپل نړیوال راپور کی؛ چی په څه د پاڅه ۹۰ ؤ هیوادونو کی په بشری حقوقو پوری مربوط اقدامات څیړی؛ اعلان وکړ: د عربستان په مشرۍ ائتلاف؛ په یمن کی ۸۷ غیر قانونی حملی سرته رسولی دی، چی د لږ تر لږه ۱۰۰۰ ؤ غیر پوځیانو د وژل کیدو سبب ګرځیدلی دی.
********
د تهران چاپ د جمهوری اسلامی ورځپاڼی بیا د بشری حقوقو د څارونکی نړیوال سازمان د راپور په اساس لیکلی دی:« د ټرمپ د بشری حقوقو کارنامه، له فاجعې څخه ډکه ده »
د بشری حقوقو د نړیوال څارونکی سازمان رئیس، د امریکی د ؤلس مشر د لمړی کال د بشری حقوقو کارنامه، له فاجعې ډکه وبلله.
د رویټرز خبری آژانس د راپور په اساس، د بشری حقوقو د څارونکی سازمان مشر«کنت راس» وویل: د امریکی د ؤلس مشر«ډونالډ ترمپ» د لمړنی کال کارنامه، له ناورین څخه ډکه کارنامه ده.
راس؛ په پاریس کی د بشری حقوقو د څارونکی سازمان د راپور د خپریدو په درشل کی زیاته کړه: داسی بریښی چی ټرمپ، د هغو کسانو په تائیدولو کی نه تمامیدونکې تنده لری؛ چی د ډموکراسۍ له اصولو او مقرراتو پرته حکومت کوی. ظاهراً داسی ښکاری چی هغه هیله لری پخپله د دغه کار د کولو توان لرلای.
د بشری حقوقو د څارونکی سازمان مشر؛ چین ته د مکرون د سفر کولو، پدی هیواد کی د بشری حقوقو په هکله د خبری نه کولو، په یمن کی د عربستان په اقداماتو پوری له مربوطو تحقیقاتو څخه په ملاتړ کولو کی د هغه بی پامی، او د مصر له ؤلس مشر «عبدالفتاح السیسی» سره د نوموړی د کتنې په استناد وویل: مکرون؛ بشری حقوقو ته پاملرنه نه لری.
*******
اوس هم د کابل ورځپاڼی را اخلو چی د افغانستان د چارو په هکله یی څه لیکنی کړی دی:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین ربانی د نه ګډون او دغه شان کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوی د سفر په اړه یو شمېر لیکنی چاپ کړې دی.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین ربانی د نه ګډون په اړه لیکلی دی.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو مهمه غونډه روانه ده، د سیمې برخلیک ټاکل کېږی، ولس دا یوه لسیزه داشان غونډې ته هوسېده، زارۍ یې کولې، چیغې یې وهلې خو اوس چې غونډه جوړېږی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په دغه غونډه کې له ارګ سره د جمعیت ګوند د جنجالونو له امله ګډون نه دی کړی.
په سرمقاله کې راغلی څو ورځې مخکې په یونان کې د افغانستان سفارت پرانیستل کېده، ښاغلی ربانی همغلته و، خو کله چې له دې خبر شو چې د بلخ والی عطا محمد نور له دندې لېرې کړل شوی بیا نو همغه شېبه وزیر پاتې نه شو او کابل ته راغی.
سرمقاله لیکونکی لیکی، اراګ باید وپوهېږی چې حکومت په داسې کسانو نه کېږی، ځکه د سرمقاله لیکونکی په باور داشان کسان به حکومت چپه او دا ولس به هم نړۍ ته وشرموی.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلی:
صلاح الدین ربانی د افغانستان د کورنی سیاسی وضعیت او دغه شان د ارګ او جمعیت تر منځ د خبرو له امله خپل دغه سفر لغوه کړی دی.
ویسا که څه هم په دې اړه ډېر څه نه دی لیکلی خو ویلی چې د ملګرو ملتونو د بهرنیو چارو د وزیرانو دغه غونډه څلور ورځې وروسته تر هغې جوړېږی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی کابل ته سفر کړی و.
په مطلب کې دا هم راغلی چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی ویلی، افغانستان تر بل هر وقت زیات له وسله والو طالبانو سره خبروته نیږدې شوی دی.
انیس:
انیس دولتی ورځپاڼې بیا کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوی د سفر په اړه لیکلی دی.
انیس په خپل دغه مطلب کې د یو شمیر افغان سیاسی کارپوهانو په حواله لیکلی، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د پلاوی دغه سفر د دغه هیواد دیپلوماسۍ د دستګاه او په ملګرو ملتونو کې د دغه هیواد د استازی لویه لاسته راوړنه ده.
په مطلب کې د کارپوهانو په حواله دا هم راغلی چې څومره نړیوالو سازمانونه د افغانستان له موضوع سره لیوالتیا ښیی، په همغه اندازه د دغه هیواد د ګټو او د دریځ د پیاوړتیا لپاره مهمه ده.
په مطلب کې دا سفر ځکه هم ډېر مهم ګڼل شوی چې په ترکیب کې یې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې هم شامله وه.