امریکا په سوریې کښې تاوتریخوالی زیاتوی
-
دامریکا حکومت له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په غیر قانوني ډول او دسوریې دحکومت له اجازې پرته په دغه هیواد کښې پوځي شتون لري .
زمونږخبریال وایی د روسیې دفاع وزارت دسوریې په شمال کښې دامریکا د تاوتریخوالی د رامینځته کولو داقداماتو په اړه خبرداری ورکړ .
د روسیې دفاع وزارت پرون په یوې(۱) بیانیې کښې وویل نویو جنګی وسلو ته د سوریې په شمال کښې امریکا ته د اړونده وسله والو ځواکونو لاسرسی په دغه سیمه کښې د تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب شوی دی .
په سوریې کښې د امریکا په مشرۍ ائتلاف تیره اونۍ ویلی وو واشنګټن دسوریې په شمال کښې دخپلو ائتلافی ځواکونو په ملګرتیا سره کوشش کوی په دیرش زره (۳۰۰۰۰)کسانو مشتمل نوی سرحدی امنیتی ځواک جوړ کړی .
دامریکا حکومت له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په غیر قانونی ډول او دسوریې دحکومت له اجازې پرته په دغه هیواد کښې پوځی شتون لری .
دامریکا دبهرنیو چارووزیر ریکس ټیلرسن په سوریې کښې دخپل هیواد د پوځی شتون په دوام ټینګار کړی دی .