دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لړزانده مرکچی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63839-دامریکا_ولسمشر_ډونالډ_ټرمپ_لړزانده_مرکچی_دی
مهر خبری اژانس وایی دامریکا په مشرانو جرګې سینا کښې د ډیموکراټ ګوند لږکی مشر چک شومر (Chuck Schumer) بیګا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لړزانده او د نا باور وړ مرکچی وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2018 01:37 Asia/Kabul
  • دامریکا فیډرال حکومت پرون په لومړنیو ساعتونو کښې چټي شو .
    دامریکا فیډرال حکومت پرون په لومړنیو ساعتونو کښې چټي شو .

مهر خبری اژانس وایی دامریکا په مشرانو جرګې سینا کښې د ډیموکراټ ګوند لږکی مشر چک شومر (Chuck Schumer) بیګا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لړزانده او د نا باور وړ مرکچی وباله .

هغه دامریکا  په مشرانو جرګې کښې د موقته بودچې د لایحې پر سر د ډیموکراټ او د ریپبلیکن ګوندونو نه موافقې او د فیډرال حکومت چټی کیدا ته په غبرګون کښې ډاګینه کړه له  سپینې ماڼۍ سره خبرې اترې معنا نلری او زیاته یې کړه سړی چې یو قدم مخ ته  کیږدوی  نو  سرزوری ښی پال ډونالډ ټرمپ درې(۳) قدمه شاته اخیستلو ته اړ کوی .

د سپینې ماڼۍ ویندوې میرمن سارا سینډرز(Sara Sanders) پرون ډیموکراټ  ګوند او دهغه په سر کښې چک شومر د امریکا دفیډرال حکومت دچټی کیدا  مسول بللی وو .

دامریکا فیډرال حکومت پرون په لومړنیو ساعتونو کښې چټی شو .

دامریکا د فیډرال حکومت په چټی کیدا سره څو لکه حکومتی کارکونکی په زوره په چټی استول کیږی  او د حکومت ډیر پروګرامونه او پلانونه هم چټی کیږی .