شمالی کوریا دجاپان په لومړی وزیر نیوکه وکړه
-
امریکا او دهغې ملګري هیوادونه په کوریا ټاپووزمې کښې د تاوتریخوالو په زیاتولوکښې مهم رول لري .
زمونږ خبریال وایی دشمالی کوریا حکومت پرون په یوې(۱) بیانیې کښې د جاپان په لومړی وزیر« شینزو ابه» نیوکې او د پیانګ یانګ پرضد د بندیزونو د زیاتولو لپاره د هغه هڅو ته په اشارې سره وویل جاپان باید دسیمې د هیوادونو دګټو په فکر کښې ووسی .
د شمالی کوریا حکومت د جاپان له لومړی وزیر څخه وغوښتل د پیانګ یانګ پرضد د بایکاټونو په کمولو سره په کوریا ټاپووزمې کښې تاوتریخوالی کم کړی .
د جاپان لومړی وزیر« شینزو ابه» څه موده مخکې اروپایی هیوادونو ته په سفر کښې د شمالی کوریا د اټومی وسلو او دبلاسټیک توغندیو د پروګرام په ګواښ بللوسره د پیانګ یانګ پرضد د بندیزونو په زیاتولو ټینګار کړی وو .
امریکا او دهغې ملګری هیوادونه په کوریا ټاپووزمې کښې د تاوتریخوالو په زیاتولوکښې مهم رول لری .
امریکا تل د شمالی کوریا د اټومی ازموینو د بندیدا غوښتنه کوی خو پیانګ یانګ په ځلونو ویلی دی تر هغه وخته چې امریکا او دهغې لویدیځ ملګری هیوادونه دشمالی کوریا پرضد ګواښونو ته دوام ورکړی دغه هیواد د خپلې وارمخکې حملې د توان او پوځی وسونو پیاوړتیا ته دوام ورکوی .