ترکیې ایران او روسیې ته اطلاعات ورکړل
-
ترکیې په عفرین(Afrin) ښار کښې له پوځي عملیاتو د سوریې حکومت خبر کړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړی د ترکیې دباندنیو چارو وزارت پرون دسوریې په شمال کښې په عفرین(Afrin) ښار کښې د خپل هیواد دپوځ دعملیاتو په اړه داطلاعاتو د وړاندې کولو لپاره په انقرې کښې خارجه وزارت ته د ایران داسلامی جمهوریت او د روسیې دسفیرانو په بللو سره د پوځی عملیاتو په اړه توضیح ورکړ .
په همدې ارتباط د ترکیې دبهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم وویل ددغه هیواد پوځ په پینځه نوی(۹۰) فیصده هدفونو حملې کړی او یوازې په ترهګرو بریدونه کوی .
هغه وویل ترکیې په عفرین(Afrin) ښار کښې له پوځی عملیاتو د سوریې حکومت خبر کړی دی .
د ترکیې د پوځ لوی درستیزوالې هم ویلی دی د سوریې په شمال کښې په عفرین(Afrin) ښار کښې پوځی عملیات له ترهګرو سره دمبارزې او د سوریې دځمکنۍ بشپړتیا دساتلو په احترام او ملکی خلکو ته د تاوان د نه رسیدا لپاره دضروری تدبیرونو دغوره کولو لپاره پیل شوی دی .
په همدې اړه د لبنان المیادین ټیلی ویژن د سوریې دځایی سرچینو په قول وویل د عفرین (Afrin)له وسیدونکو ډک په لسګونو بسونه د حکومت تر واکمنۍ لاندې سیمو ته لاړل .
ترکیه له سعودی عربستان ، امریکا، انګلستان، فرانسې ، اسرائیلو ، متحده عربی اماراتو، بحرین کویت، قطر او ځینو نورو عربو او اروپایی هیوادونو سره یوځاې په سوریې ، عراق او لیبیا کښې دترهګرو ډلو ستره ملاتړی ده .