دامریکائی ټولنې یوه برخه د اسلامی ایران ملاتړي ده
سردار جزایری روښانه کړې ، په امریکا کې د ناکراریو سختوالی او دوام به د دغه هیواد واکوالانو ته دیکته کړی ، له دې زیات دې دنورو هیوادونو په کورنیو چارو کې ګوتې نه وهی .
فارس خبری آژانس راپورورکړ د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ ویندوی سردار تورن جنرال سید مسعود جزایری نن ددې خبرې په کولو سره چې دامریکا دټولنې یوه برخه داسلامی اریان ملاتړی دی ، ووئیل ، دامریکائی ټولنه دغو خلکو تل د دغه هیواد له حکومته غوښتی دی ، خپل تیری دې ختم کړی .
سردار مسعود جزایری د امریکا د واکمن لوری په ضد د دغه هیواد خلکو وروستیو مظاهرو په غبرګون کې زیاته کړې ، نړیواله ټولنه باید د امریکا د ورانکار او شیطان صفته حکومت په ضد د دغه هیواد د ولس ملاتړ و کړی .
دایران داسلامی جمهوریت د پوځ دلوئ دستیزوالۍ د دفاعی تبلیغاتو اوکلتوری چارو مرستیال وئیلی ، نړیواله ټولنه باید اجازت ورنه کړی ، دمریکا حکومت له دې زیات د دغه هیواد او د نورو هیوادونو ولسونه وکړوی .
سردار جزایری روښانه کړې ، په امریکا کې د ناکراریو سختوالی او دوام به د دغه هیواد واکوالانو ته دیکته کړی ، له دې زیات دې دنورو هیوادونو په کورنیو چارو کې ګوتې نه وهی .
دامریکا ولس د دغه هیواد په لسګونو سترو او واړو ښارونو کې دشنبې په ورځې ، سپینې ماڼۍ ته د دغه هیواد دجنجالی ولسمشر ډونالډټرمپ د رسیدو په لومړنۍ کلیزې کې دهغه د سیاستونو په ضد پراخې مظاهرې کړی او د ټرمپ په ضد په شعارونو سره ئې د هغه د مواخذه کیدا غوښتنه کړې ده .