دحضرت زینب کبری (س)دنیکمرغه زوکړې کلیزه دې مبارک وی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63979-دحضرت_زینب_کبری_(س)دنیکمرغه_زوکړې_کلیزه_دې_مبارک_وی
دتهران ریډیو دپښتو خپرونې درست کارکونکی داسلام د اتلې میرمنې حضرت زینب کبری سلام ا ... علیها دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت دزړه له قومې درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته مبارکی وائی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2018 17:12 Asia/Kabul
  • دحضرت زینب کبری (س)دنیکمرغه زوکړې کلیزه دې مبارک وی

دتهران ریډیو دپښتو خپرونې درست کارکونکی داسلام د اتلې میرمنې حضرت زینب کبری سلام ا ... علیها دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت دزړه له قومې درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته مبارکی وائی .

داسلام دګران پیغمبر  حضرت محمد مصطفی(ص) یوه لمسۍ  او د کربلا دحماسې دپیغام رسونکی حضرت زینب کبری سلام ا...علیها دنیکمرغه زوکړې دکلیزې شپه ده او  دایران داسلامی جمهوریت پشمول په د رستې نړۍ کې د  دغې پاکې بی بی د زوکړې په مناسبت جشنونه جوړیږی او وینا وال   د هغې بزرګوارې ا و دهل بیت علیهم السلام د سیرت په بیانولو سره  د اهل بیت  علیهم السلام د مینه والو زړونه خړوبوی . 

 حضرت زینب بی بی   له خپل ورور بزرګوار حضرت امام حسین  علیه السلام سره  دکربلا په حماسی سفر کې یو ځای وه او دهغه بزرګوار له شهادت وروسته ئې  له خپل ورارۀ حضرت امام سجاد علیه السلام سره یو ځای د کربلا دحماسی پاڅون  چې داسلام   دپاک دین  د محفوظ ساتلو لامل شوی ،  دنړۍ  د انسانانو  غوږونو نه د  اسلام دحقیقی پیغام  په رسولو کې  غوره  رول ولوبوۀ .حضرت زینب بی بی  په ټولو زمانو کې د  ظلم او ستم په خلاف   دمبارزې  د  بیرغوالې  او  د   درستو آ زادی غواړو  انسانانو لپاره   اسوه او بیلګې  په توګه مطرح ده .

 دتهران ریډیو دپښتو خپرونې   درست کارکونکی   داسلام  د اتلې میرمنې  حضرت زینب کبری سلام ا ... علیها دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت  دزړه له قومې درستو پتمنو په تیره  بیا تاسو خوږو مینه والو ته  مبارکی وائی .