پاکستان باید دطالبانو مشران ونیسی او ویې باسی
-
امریکا وايي طالبان او حقاني ډله په پاکستان کښې مرکزونه لري او ددغه هیواد له خاورې په افغانستان کښې حملې او بریدونه کوي .
زمونږخبریال وایی دامریکا د سپینې ماڼۍ ویندویې میرمن سارا هوکابې سینډرز(Sarah Huckabee Sanders) دافغانستان په پلازمینې کابل کښې په اینټرکانټیننټل هوټل د حملې په غندلو سره یوځل بیا په پاکستان غږ وکړ سمدستی د طالبانو مشران ونیسی او یا ددغه ډلې لخوا دپاکستان دخاورې د کارولو مخه ونیسی
له دې مخکې هم دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پاکستان دباو اچولی وو او ویلی یې وویل واشنګټن پوهیږی چې دپاکستان خاوره دترهګرو ډلو د امن ځایونو په توګه کارول کیږی .
دامریکا ولسمشر له پاکستان څخه غوښتی وو د ترهګرو پرضد اغیزشیندونکی اقدامات وکړی او ویلی یې وو ترڅو چې اسلام اباد د ټروریسټانو دمرکزونو پرضد اقدامات نه وی کړی نو واشنګټن به له اسلام اباد سره پوځی مرستې بندې کړی .
امریکا وایی طالبان او حقانی ډله په پاکستان کښې مرکزونه لری او ددغه هیواد له خاورې په افغانستان کښې حملې او بریدونه کوی خو پاکستان دغه تور ردوی .