د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې درې تنه ووژل شول
Jan 25, 2018 11:52 Asia/Kabul
د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د هندی امنیتی ځواکونو او وسله والو یرغلګرو ترمېنځ نښته کښې درې تنه ووژل شول.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د هند پولیسو وویل پرون دوه وسله وال یرغلګر د کشمیر په شوپیان سیمه کښې له هندی امنیتی ځواکونو سره په نښته کښې ووژل شول.
او همدارنګ د هند د پولیسو او وسله والو یرغلګرو ترمېنځ په نښته کښې یو عامه کس هم ووژل شو.
له دغې نښتې وروسته د کشمیر سیمې خلق سړکونو ته راووتل او د حکومت په خلاف یې مظاهرې وکړې چې په مظاهره کوونکو باندې د هندی ځواکونو د ډزو له کبله دوه جینکۍ ژوبلې شوې.
له دغو مظاهرو او نښتو وروسته د هند حکومت په کشمیر سیمه کښی د موبائل او انټرنېټ ارتباط پرې کړ.
ټیګونه