امریکې سوریې ته د پوځي حملې ګواښ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64765-امریکې_سوریې_ته_د_پوځي_حملې_ګواښ_وکړ
د سوریې د حکومت په پرزولو کښې د امریکې د سیاستونو له ماتې وروسته دا ځل د امریکې دفاع وزیر له کیمیاوي وسلو د سوریې د حکومت د استفادې په ادعا سره دغه هیواد په پوځي حملې وګواښه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2018 04:18 Asia/Kabul
  • امریکې سوریې ته د پوځي حملې ګواښ وکړ

د سوریې د حکومت په پرزولو کښې د امریکې د سیاستونو له ماتې وروسته دا ځل د امریکې دفاع وزیر له کیمیاوي وسلو د سوریې د حکومت د استفادې په ادعا سره دغه هیواد په پوځي حملې وګواښه.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې جِم ماټیس پرون د سوریې د حکومت لخوا د کیمیاوي وسلو د کارولو د ادعا په تکرارولو سره خبرداری ورکړ چې د دې مسئلې د دوام په بڼه کښې به واشنګټن د بشارالاسد د حکومت خلاف پوځي لاره وکاروي.

جیم ماټیس د امریکې په دفاع وزارت کښې یوه خبري غونډه کښې وویل: سره له دې چې مونږ لا په ختیځه غوطه سیمه کښې د سوریې د پوځ لخوا د کیمیاوي وسلو د کارول کیدو په هکله کوم مدرک نه لرو خو باوري یو چې دا کار د سوریې حکومتي ځواکونو کړی دی.

دا په داسې حال کښې دي چې په ملګرو ملتو کښې د سوریې دائمي استازي ویلي، د کیمیاوي وسلو د کارولو په هکله د سوریې او روسیې خلاف د امریکې ادعاوې د نړیوال تحقیقت د کارونو د بندیدو په موخه کیږي.