د نوبل د سولې انعام ته د صهیونسټ ضد سازمان کاندیدیدل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i64921-د_نوبل_د_سولې_انعام_ته_د_صهیونسټ_ضد_سازمان_کاندیدیدل
 د ناروی د پارلیمان یو غړي  په رسمي توګه د صهیونسټ ضد سازمان  بي ډي  ایس، د نوبل د سولې د انعام لپاره د کاندیدا په توګه معرفي کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 05, 2018 03:09 Asia/Kabul
  • د نوبل د سولې انعام ته د صهیونسټ ضد سازمان کاندیدیدل

 د ناروی د پارلیمان یو غړي  په رسمي توګه د صهیونسټ ضد سازمان  بي ډي  ایس، د نوبل د سولې د انعام لپاره د کاندیدا په توګه معرفي کړ.

 

 د ایرنا خبري اژانس د پروني راپور له مخې د ناروی د پارلیمان غړي بجورینارا موکسنس په یوې مطبوعاتي بیانیې کې اعلان وکړ: د بایکاټ، نه پانګه ونې او بندیز د نړیوال غورځنګ بي ډي ایس  کاندیدا، د عدالت کرامت او د اسراییلو رژیم له نیواکګرو اقداماتو د ازادۍ  لپاره د فلسطینیانو له مبارزې سره د زیاتیدونکي نړیوال پیوستون انعکاس دی. د دغه بیانیې له مخې  دغه غورځنګ ته د ۲۰۱۸ کال د سولې د انعام ورکول به د فلسطینیانو او د مینځني ختیځ د ټولو خلکو لپاره  له عادلانه سولې د ملاتړ لپاره د نړیوالو ټولنې په ژمنې تاکید وي.

بي ډي ایس یو نړیوال او صلح پسند غورځنګ دی چې د فلسطینیانو لپآره د ازادۍ مساواتو او عادلانه سولې پلوی توب کوي.

 دغه غورځنګ چې  یوولس کاله مخکې د جنوبي افریقې د توکم پال ضد سوله ایز غورځنګ په الهام سره جوړ شو د نړۍ په کابو پنځوسو هیوادونو کې  د اتحادیو، ټولنو، پوهنتوني ټولنو کلیساګانو او اصیلو غورځنګونو له ملاتړه برخمن دی.

 نوبل انعام د هر کال د دسمبر په لسمه د ناروی په پلازمینه  اوسول کې  په پینځو څانګو، سوله، کیمیا، فیزیک، طب او ادبیاتو کې خپل انعام ګټونکو ته وړاندې کوي.