دسوریې عسکرو د ترهګرو په مرکزونو حملې وکړې
-
په سوریې کښې دیره ترهګرو اوس سخته ماتي خوړلي او په هستوګنه سیمو او په عادي خلکو حملوته یې مخه کړي ده .
مهر خبری اژانس وایی د سوریې جنګی الوتکو پرون د دمشق په غوطه شرقی کښې په حرستا(Harasta)، عربین(Arabin) او حموریه (Humoria)سیمو کښې د جبهه النصره ترهګرې ډلې په مرکزونو او سنګرونو هوایی بمبارې وکړې او دغه ډلې ته یې سخت ګوزارونه ورکړل .
ترهګرو هم په حرستا سیمه کښې د پولیسو په روغتون د هوان ګولۍ په ویشتلو سره یو(۱) تن وواژه او نهه (۹)نور ژوبل کړل .
په سوریې کښې دیره ترهګرو اوس سخته ماتی خوړلی او په هستوګنه سیمو او په عادی خلکو حملوته یې مخه کړی ده .
امریکا، انګلستان ، فرانسه ، سعودی عربستان، ترکیه ، قطر، متحده عربی امارات ،اسرائیل ، بحرین ، کویت او نور عرب هیوادونه په سوریې ، عراق ،لیبیا اونورو ډیرو هیوادونو کښې له داعش او نورو وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرو ډلوسره پوځی ،مالی او استخباراتی مرستې کوی .