امریکا او اروپا د روسیې پرضد غږمله اقدام کړی
-
دامریکا او د سپینې ماڼۍ دملاتړ وړ ترهګر دسوریې دخلکو پرضد د کیمیاوي وسلو د کارولو اصلي عوامل دي .
زمونږخبریال وایی دامریکا او داروپایی هیوادونو چارواکو په یوه(۱) غږمله اقدام کښې په سوریې کښې له کیمیاوی وسلو استفاده د روسیې پرضد یو(۱) لاسوند ګرځولی او کوشش کوی چې د روانی فضا په رامینځته کولو سره روسیه د ویټو له حق څخه په استفادې کښې شاتګ ته مجبوره کړی .
په ملګروملتونو کښې د روسیې استازی واسیلی نبنزیا پرون د امنیت شورا په غونډې کښې په سوریې کښې له کیمیاوی وسلو د استفادې په اړه وویل دسوریې حکومت خپلې ټولې کیمیاوی وسلې له مینځه وړی دی خو د امنیت شورا ځینې غړی هیوادونه بیاهم په دې هکله لسمونکی کړچار او اقدامات لری .
هغه وویل په سوریې کښې له کیمیاوی وسلو د استفادې په هکله په امنیت شورا کښې دځینو غړیو هیوادونو داستازیو وینا حقیقت نلری او د دروغو پراساس ده .
په ملګروملتونو کښې د فرانسې استازی فرانسوا دلاتره هم دامنیت شورا له غونډې مخکې چې دسوریې په اړه وشوه وویل په سوریې کښې له کیمیاوی وسلو داستفادې دوام د امنیت شورا دغړیو لپاره جدی مشکل دی او دغه شورا باید په متحد ډول اقدام وکړی .
په ملګروملتونو کښې د امریکا استازی میرمن نیکی هیلې هم دامنیت شورا په غونډه کښې سوریه له کیمیاوی وسلو په استفادې او روسیه ددغه چارې په اړه په تحقیقاتو کښې په ګډوډۍ رامینځته کولو تورنه کړه .
د ملګروملتونو او د خپلواکه ادارو راپور وایی د امریکا او د سپینې ماڼۍ دملاتړ وړ ترهګر دسوریې دخلکو پرضد د کیمیاوی وسلو د کارولو اصلی عوامل دی .