دافغانستان دصلحی پروسه د پاکستان په ملګرتیا سره بریالۍ کیدلای شی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65151-دافغانستان_دصلحی_پروسه_د_پاکستان_په_ملګرتیا_سره_بریالۍ_کیدلای_شی
زمونږخبریال وایی د امریکا د بهرنیو چارو دوزارت مرستیال جان سلیوان ویلی که پاکستان رښتینې مرسته وکړي د افغانستان دصلحې سولې پروسه بریالى کېداى شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 08, 2018 03:03 Asia/Kabul
  • افغان چارواکي د يوې داسې فضا رامنځته کولو ته لېوالتيا لري چې له مخې يې طالبان سولې ته  چمتو کړى شي.
    افغان چارواکي د يوې داسې فضا رامنځته کولو ته لېوالتيا لري چې له مخې يې طالبان سولې ته چمتو کړى شي.

زمونږخبریال وایی د امریکا د بهرنیو چارو دوزارت مرستیال جان سلیوان ویلی که پاکستان رښتینې مرسته وکړي د افغانستان دصلحې سولې پروسه بریالى کېداى شی.

د امریکا د بهرنیو چارو  دوزارت مرستیال جان سلیوان(John Sullivan)  دغه څرګندونې وړمه ورځ د جنوبی  اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د اعلان شوې ستراتیژۍ  په اړه د دغه هېواد مشرانو جرګې ته د معلوماتو  د ورکولو پر مهال وکړې .

هغه هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د صلحې په پروسه کښې  به پاکستان د اړتیا وړ مرسته وکړی، څو طالبان د سولې مېز ته کینوی  .

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر اعلان کړى و چې د افغانستان له  طالبانو سره د صلح  نه کېږی.

خو سلیوان  مشرانو  جرګې ته ویلی چې ولسمشر ټرمپ دغه اعلان د کابل د بریدونو په غبرګون کې کړى و.

هغه زیاته کړه، افغان چارواکی د یوې داسې فضا رامنځته کولو ته لېوالتیا لری چې له مخې یې طالبان سولې ته  چمتو کړى شی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلی چې د افغانستان د سولې  پروسې بریالیتوب لپاره به ټول امکانات په لاره اچوی.

نوموړی مشرانو جرګې ته ویلی، پاکستان ته یې په ډاګه کړې چې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې به جدی مبارزه کوی او دوی به بیا له هغه وروسته اسلام اباد سره  پوځی مرستې کوی.