امریکا په سوریې دنویو حملوپلان جوړ کړی دی
-
دسوریې حکومت په ځلونو په هیواد کښې له کیمیاوي وسلو د استفادې خبر رد کړی .
زمونږ خبریال وایی په دمشق کښې د روسیې سفیر الکساندر کینشچاک (Alexander Kinshchak) وویل امریکا احتمالا په سوریې کښې د نویو پوځی حملو د ترسره کولو لپاره دچمتو کیدا په حال کښې ده .
هغه وویل دامریکا هدف د روسیې په سوچی سیمه کښې د سوریې دملی خبرواترو د غونډې له ترسره کیدا وروسته دسیاسی حل لارې په بهیر کښې د پرمختګونو کمزوری کول دی .
په سوریې کښې د روسیې سفیر الکساندر کینشچاک وویل په تیرو څو ورځو کښې په ادلب او غوطه شرقی کښې له کلورین او سارین ګازونو د سوریې د حکومتی عسکرو د استفادې ادعاګانې په فعالانه ډول مطرح شوی دی .
هغه وویل دسوریې د ادلب ولایت په خان شیخون سیمه کښې د دا ډول ادعاګانو د مطرح کولو هیوادونو ناوړه تجربې ته په پام سره دغه موضوع منتفی نشو ګڼلی چې امریکا دخپلو ماتیو د جبرانولو لپاره د سوریې پرضد نوی ځواک د چمتو کولو په حال کښې ده .
په دمشق کښې د روسیې سفیر الکساندر کینشچاک وویل د سوریې د خان شیخون د کیمیاوی وسلو د استفادې په اړه د ملګروملتونو او د کیمیاوی وسلو د بندیز د موسسې دګډ کار څرنګوالی ډیر مسایل ایشوا کوی ځکه چې ددغو تحقیقاتو نتیجه یوازې د لویدیځو هیوادونو د دیکتې پراساس لیکل شوی ده او معلومو نښو نښانو او پیښو ته هیڅ اهمیت نه دی ورکړل شول او هدف دا دی چې وښودل شی د سوریې ولسمشر بشار اسد د ټولو مسایلو مسول او ګرم دی .
تیر میلادی کال دامریکا پوځ د سوریې په ادلب کښې په خان شیخون سیمه کښې د کیمیاوی وسلو استعمال ته په غبرګون کښې چې تور یې د سوریې په حکومت لګول شوی وو په الشعیرات پوځی اډې توغندی ویشتلی وو .
دسوریې حکومت په ځلونو په هیواد کښې له کیمیاوی وسلو د استفادې خبر رد کړی اوهغه یې د دمشق په حکومت ددباو د راوستلو لپاره یو(۱) جعلی پلان او دسیسه بللی ده .