د سوریې دحریم له خلاف ورزۍ سره مقابله پیل شوی
-
دسوریې د پوځ دافع هوا پرون د صهیونیسټ رژیم حملو ته په ځواب کښې ددغه رژیم یوه(۱) ایف شپاړس ډوله جنګي الوتکه نسکوره کړه .
المنار ټیلی ویژن راپور ورکړ د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله په یوې(۱) بیانیې کې په سوریې کښې د صهیونیسټ رژیم د تیریګرې جنګی الوتکې د نسکورولو په هرکلی سره ټینګار وکړ دتیر وخت معادلات نور بدل شوی دی .
په دغه بیانیې کې ویل شوی دی دلبنان حزب الله د سوریې د پوځ د هوښیارۍ په قدرونې سره چې په زړورتیا سره د اسرائیلو له جنګی الوتکو سره مقابله کوی او توانیدلی دی چې د دغه رژیم یوه(۱) ایف شپاړس(F-16) ډوله جنګی الوتکه نسکوره کړی وایی د سوریې د ځمکنی او هوایی حریم له خلاف ورزۍ سره د مقابلې لپاره نوی ستراتیژیک پړاو پیل شوی دی .
دلبنان حزب الله غورځنګ په دغه بیانیې کښې ټینګار وکړ مونږ له ترهګرۍ او تکفیری ډلو د دښمن ښکاره ملاتړ او د تیری او دزور له لارې د سوریې کړکیچ ته دهغوې ورګډیدل غندو او ټینګار کوو دنن ورځې پیښو د تیر وخت معادلات په پریکنده توګه له مینځه وړی دی .
دسوریې د پوځ دافع هوا پرون په هیواد کښې په یو شمیر سیمو د صهیونیسټ رژیم حملو ته په ځواب کښې ددغه رژیم یوه(۱) ایف شپاړس ډوله جنګی الوتکه نسکوره کړه او ددغه الوتکې له نسکوریدا وروسته د صهیونیسټ رژیم عسکرو په سوریې خپلې حملې له سره پیل کړې خو د سوریې دافع هواو ورسره مقابله وکړه .