په سوریې کښې دصلحې دټینګیدا هڅې پیاوړی شوی
-
روسیه به داستانه د خبرو اترو د بهیر په شمول د سوریې په اړه خپلو ډیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکړي .
مهر خبری اژانس وایی دکریملین ماڼۍ ویندوی دیمیتری پسکوف (Dmitry Peskov)پرون وویل د ایران داسلامی جمهوریت ، روسیې او دترکیې ملګرتیاو د ملګروملتونو د هڅو په چوکاټ کښې په سوریې کښې د صلحې د ټینګیدا لپاره هڅې ډیرې پیاوړی کړی دی .
هغه دې ته په اشارې سره چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تیرو څو اونیو کښې داسلامی ایران له ولسمشر حسن روحانی او دترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په منظم ډول ټیلی فونی تماسونه ټینګ کړی دی وویل په سوریې کښې د صلحې تر بشپړه ټینګیدا پورې به د درې(۳) هیوادونو ملګرتیاوې دوام ولری .
د کریملین ماڼۍ ویندوی دیمیتری پسکوف دغه راز ټینګار وکړ چې ماسکو په سوریې کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او په دغه هیواد کښې سیاسی حل لارې ته درسیدا لپاره دامریکا لخوا هیڅ هڅه نه وینی .
هغه وویل روسیه به داستانه د خبرو اترو د بهیر په شمول د سوریې په اړه خپلو ډیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکړی .