امریکا دسوریې پرضد نوی دسیسه جوړه کړی ده
-
واشنګټن د سوریې پرضد دپوځي اقدام حق خوندي ګڼي .
زمونږ خبریال وایی د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال فیصل مقداد د کیمیاوی وسلو د حملو په پلمه د دمشق پرضد د امریکا دنوی دسیسې په اړه د خبرداری په ترڅ کښې وویل د کیمیاوی وسلو په کارولو کښې د سوریې د حکومت داقدام په اړه د لویدیځو هیوادونو ګواښ د دمشق پرضد د هغوې د غلیمانه اقداماتو د توجیه لپاره هڅه ده .
هغه وویل امریکا غواړی دسوریې جنګ اوږد کړی او زیاته یې کړه دامریکا د سیاستونو پایلې د جبرانیدا وړ نه دی .
فیصل مقداد دداعش ډلې په ملاتړ کښې د امریکا او دځینو نورو لویدیځو هیوادونو رول او دټروریسټانو په وړاندې د حکومتی عسکرو دپرمختګ دمخه دنیولولپاره دهغوې هڅې ته په اشارې سره وویل همدا اوس د سوریې له عسکرو او دهغوې له ملاتړو ځواکونو سره د مقابلې او د دمشق دحکومت دسپکاوی په هدف سره تبلیغات پلان شوی دی .
دسوریې دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال فیصل مقداد په دې خبرې د ټینګار په ترڅ کښې چې واشنګټن په الوتکې کښې د داعش ترهګرې ډلې زر(۱۰۰۰) غړی له رقه څه دیرالزور ته منتقل کړی دی له نړیوالې ټولنې او ملګروملتونو وغوښتل د امریکا د اقداماتو په اړه چې دسوریې دبې ثباته کیدا سبب کیږی تحقیقات ترسره کړی .
دامریکا د خارجه وزارت ویندوې میرمن هیتر نویرټ (Heather Nauert)څه موده مخکې سوریه له کیمیاوی وسلو په استفادې تورنه کړه او ویې ویل واشنګټن د سوریې پرضد دپوځی اقدام حق خوندی ګڼی .
ځینو رسنیو ویلی دی جبهه النصره ترهګره ډله د سوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت کښې د سپینو خولیو په نوم د مرسته سونکو په نوم سره په یوه ـ(اقدام کښې په دغه ولایت کښې دحکومتی عسکرو لخوا له کیمیاوی وسلو د استفادې په اړه د جعلی فیلمونو او تصویرونو د برابرولوپه حال کښې ده .