امریکا دسوریې پرضد نوی دسیسه جوړه کړی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65629-امریکا_دسوریې_پرضد_نوی_دسیسه_جوړه_کړی_ده
زمونږ خبریال وایی د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال فیصل مقداد د کیمیاوی وسلو د حملو په پلمه د دمشق پرضد د امریکا دنوی دسیسې په اړه د خبرداری په ترڅ کښې وویل د کیمیاوی وسلو په کارولو کښې د سوریې د حکومت داقدام په اړه د لویدیځو هیوادونو ګواښ د دمشق پرضد د هغوې د غلیمانه اقداماتو د توجیه لپاره هڅه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2018 02:33 Asia/Kabul
  • واشنګټن د سوریې پرضد دپوځي اقدام حق خوندي ګڼي .
    واشنګټن د سوریې پرضد دپوځي اقدام حق خوندي ګڼي .

زمونږ خبریال وایی د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال فیصل مقداد د کیمیاوی وسلو د حملو په پلمه د دمشق پرضد د امریکا دنوی دسیسې په اړه د خبرداری په ترڅ کښې وویل د کیمیاوی وسلو په کارولو کښې د سوریې د حکومت داقدام په اړه د لویدیځو هیوادونو ګواښ د دمشق پرضد د هغوې د غلیمانه اقداماتو د توجیه لپاره هڅه ده .

هغه وویل امریکا غواړی دسوریې جنګ اوږد کړی او زیاته یې کړه دامریکا د سیاستونو پایلې د جبرانیدا وړ نه دی .

فیصل مقداد دداعش ډلې په ملاتړ کښې د امریکا او دځینو نورو لویدیځو هیوادونو رول او دټروریسټانو په وړاندې د حکومتی عسکرو دپرمختګ دمخه دنیولولپاره دهغوې هڅې ته په اشارې سره وویل همدا اوس د سوریې له عسکرو او دهغوې له  ملاتړو ځواکونو سره د مقابلې او د دمشق دحکومت دسپکاوی په هدف سره تبلیغات پلان شوی دی .

دسوریې دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال فیصل مقداد په دې خبرې د  ټینګار په ترڅ کښې چې واشنګټن په الوتکې کښې د داعش ترهګرې ډلې زر(۱۰۰۰) غړی له رقه څه دیرالزور ته منتقل کړی دی له نړیوالې ټولنې او ملګروملتونو وغوښتل د امریکا د اقداماتو په اړه چې دسوریې دبې ثباته کیدا سبب کیږی تحقیقات ترسره کړی .

دامریکا د خارجه وزارت ویندوې میرمن هیتر نویرټ (Heather Nauert)څه موده مخکې سوریه له کیمیاوی وسلو په استفادې تورنه کړه او ویې ویل واشنګټن د سوریې پرضد دپوځی اقدام حق خوندی ګڼی .

ځینو رسنیو ویلی دی جبهه النصره ترهګره ډله د سوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت کښې د سپینو خولیو په نوم د مرسته سونکو په نوم سره په یوه ـ(اقدام کښې په دغه ولایت کښې دحکومتی عسکرو لخوا له کیمیاوی وسلو د استفادې په اړه د جعلی فیلمونو او تصویرونو د برابرولوپه حال کښې ده  .