چین دسوریې د کړکیچ په هواری ټینګار وکړ
-
دامریکا ولسمشر ټرمپ وړمه ورځ ګواښ وکړ چې دچین پرضد به نوي اقتصادي بندیزونه ولګوي .
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د چین دائمی استازی ما ژائوشو (Ma Zhaoxu)دسوریې په اړه د سوچی د غونډې او دجینیوا دخبرو دبهیر د ملاتړ په اعلانولو سره وویل باید داسې شرایط برابر شی چې دسوریې کړکیچ د مرکچی لورو په لاس حل شی .
هغه پرون دملګروملتونو دامنیت شورا په غونډې کښې چې د سوریې په باره کښې وشوه وویل د روسیې دسوچی غونډې په نتیجو د خوشحالۍ په څرګندولو سره وویل نړیواله ټولنه باید د جینیوا دخبرواترو د بهیر ملاتړ وکړی او له ټولو لورو وغواړی دخبرو میز ته ورستنې شی .
ژائو شو (Ma Zhaoxu)په سوریې کښې له ترهګرو سره دمبارزې په لومړیتوب ټینګار سره وویل چین په سوریې کښې د جنګونو په زیاتیدا اندیښمن دی .
هغه وویل چین چمتو دی دسوریې د کړکیچ له حل سره هرډول مرسته وکړی .
بل خبر دا چې د چین خارجه وزارت په یوې(۱) بیانیې کښې د بندیزونو دلګولو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ ګواښ ته په غبرګون کښې وویل د واشنګټن لخوا هر ډول یواړخیزه اقدام به دنړیوال تجارت شرایط لا پسې خراب کړی .
چین وویل دامریکا بندیزونه د نړیوال اقتصاد د ښه کولو لپاره دنړۍ دهیوادونو ارادې ته تاوان رسوی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ وړمه ورځ ګواښ وکړ چې دچین پرضد به نوی اقتصادی بندیزونه ولګوی .