دمقاومت چورلیز به امریکا د فرات له ختیځه وشړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65763-دمقاومت_چورلیز_به_امریکا_د_فرات_له_ختیځه_وشړی
زمونږخبریال وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود سلاکار ډاکټر علی اکبر ولایتی ټینګار وکړ امریکا او صهیونیسټ رژیم هماغه ډول چې په لبنان ، سوریې او عراق کښې یې ماتی وخوړله د مقاومت چورلیز به یې په سوریې کښې دفرات سیند له ختیځ څخه هم وشړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2018 10:37 Asia/Kabul
  • واشنګټن دغه راز د ناټو لپاره دیوې(۱) اډې د جوړولو هڅه کوي چې په په اسلامي هیوادونو کښې د وحدت د رامینځته کیدا مخه ونیسي .
    واشنګټن دغه راز د ناټو لپاره دیوې(۱) اډې د جوړولو هڅه کوي چې په په اسلامي هیوادونو کښې د وحدت د رامینځته کیدا مخه ونیسي .

زمونږخبریال وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود سلاکار ډاکټر علی اکبر ولایتی ټینګار وکړ امریکا او صهیونیسټ رژیم هماغه ډول چې په لبنان ، سوریې او عراق کښې یې ماتی وخوړله د مقاومت چورلیز به یې په سوریې کښې دفرات سیند له ختیځ څخه هم وشړی .

هغه نن په بغداد کښې د اسلامی وحدت دعراقی ټولنې په غونډې کښې په دې خبرې سره چې امریکا او لویدیځ هیوادونه کوشش کوی دنوی مینځنی ختیځ د پلان د تحقق لپاره اسلامی ټولنې وویشی وویل امریکا نن سبا هڅه  کوی دفرات په ختیځ کښې په شتون سره سوریه وویشی خو د مقاومت جبهه له امریکا له سیمې وباسی .

په نړیوالو چارو کښې دایران داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی زیاته کړه دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن  داسلامی هیوادونو او د اسلامی امت ترمینځ د تفرقې د پراخولو په هدف سره په سیمه کښې د شتون دپراخولو په حال کښې ده  او واشنګټن دغه راز د ناټو لپاره دیوې(۱) اډې د جوړولو هڅه کوی چې په اسلامی هیوادونو کښې د وحدت د رامینځته کیدا مخه ونیسی .

هغه د اصیلو اسلامی ارزښتونو د ژوندی کیدا پرضرورت ټینګار سره وویل د  اصیلو اسلامی ارزښتونو احیا د ټولنۍ د ژغورنۍ او دازادۍ سبب کیږی .

داسلامی وحدت د عراقی ټولنۍ لومړنۍ غونډې نن دایران ، سوریې ، لبنان ،فلسطین ، ترکیې ، قطر، الجزایر  او دمراکش په شمول د څه دپاسه لسو(۱۰)هیوادونو او د څلویښتو(۴۰) اسلامی متفکرانو په ګډون سره په بغداد کښې کار پیل کړی دی .

ددغه غونډې هدف دعراق دشیعه او دسنی ترمینځ د ملی وحدت د روح پیاوړتیا او له نورو اسلامی هیوادونو سره دعراق  پیوستون دی .