له ترهګرو د اسرائیلو ملاتړ دسوریې خلک بې کوره کړی دی
-
د هیواد خلک د صهیونیسټ رژیم د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو د جنایتونو په وجه کډوال شوي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې د پارلمان استازی حامد حسن وویل د هیواد خلک د صهیونیسټ رژیم د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو د جنایتونو په وجه کډوال شوی دی .
حامد حسن چې د یوه(۱) پارلمانی پلاوی په مشرۍ د مدیترانې دهیوادونو د پارلمان په غونډې کښې د ګډون لپاره بخارسټ ته تللی دی په دې خبرې سره چې دسوریې خلک له ترهګرو ډلو د صهیونیسټ رژیم دملاتړونو او سیاستونو او ددغو ډلو دجنایتونو په وجه چې په سیمې د سلطې او د سیمې د هیوادونو د شتمنیو د چورتالان کولو په هدف سره ترسره کیږی کډوال شوی دی ډاګینه کړه له ټروریسټی ډلو د صهیونیسټ رژیم د ملاتړ په اړه سندونه او مدرکونه شته .
دسوریې دپارلمان غړی حامد حسن دې ته په اشارې سره چې اسرائیلو کلونه کلونه کیږی چې فلسطین او د سوریې دجولان لوړې په نیواک کښې وروستلی دی وویل دسوریې ډیر خلک وروسته له دې چې پوځ دهغوې په هستوګونه سیمو کښې امنیت او ثبات ټینګ کړ بیرته ستانه شوی دی .
اسرائیل له سعودی عربستان ، امریکا، انګلستان، فرانسې ، اردن ، متحده عربی اماراتو، ترکیې ،کویت ، قطر وغیره سره یوځاې په سوریې ، عراق ، لیبیا ، یمن وغیره کښې له ترهګرو سره زیاتې مالی او پوځی مرستې کوی .