له ترهګرو د اسرائیلو ملاتړ دسوریې خلک بې کوره کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65815-له_ترهګرو_د_اسرائیلو_ملاتړ_دسوریې_خلک_بې_کوره_کړی_دی
ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې د پارلمان استازی حامد حسن وویل د هیواد خلک د صهیونیسټ ر‎ژیم د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو د جنایتونو په وجه کډوال شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 18, 2018 01:35 Asia/Kabul
  • د هیواد خلک د صهیونیسټ ر‎ژیم د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو د جنایتونو په وجه کډوال شوي دي .
    د هیواد خلک د صهیونیسټ ر‎ژیم د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو د جنایتونو په وجه کډوال شوي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې د پارلمان استازی حامد حسن وویل د هیواد خلک د صهیونیسټ ر‎ژیم د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو د جنایتونو په وجه کډوال شوی دی .

حامد حسن چې د یوه(۱) پارلمانی پلاوی په مشرۍ د مدیترانې دهیوادونو د پارلمان په غونډې کښې د ګډون لپاره بخارسټ ته تللی دی په دې خبرې سره چې دسوریې خلک له ترهګرو ډلو د صهیونیسټ رژیم دملاتړونو او سیاستونو  او ددغو ډلو  دجنایتونو په وجه چې په سیمې د سلطې او د سیمې د هیوادونو د شتمنیو د چورتالان کولو په هدف سره ترسره کیږی کډوال شوی دی ډاګینه کړه له ټروریسټی ډلو د صهیونیسټ رژیم د ملاتړ په اړه سندونه او مدرکونه شته .

دسوریې دپارلمان غړی حامد حسن دې ته په اشارې سره چې اسرائیلو کلونه کلونه کیږی چې فلسطین او د سوریې دجولان لوړې په نیواک کښې وروستلی دی وویل دسوریې ډیر خلک وروسته له دې چې پوځ دهغوې په هستوګونه سیمو کښې امنیت او ثبات ټینګ کړ بیرته ستانه شوی دی .

اسرائیل له  سعودی عربستان ، امریکا، انګلستان، فرانسې ، اردن ، متحده عربی اماراتو، ترکیې ،کویت ، قطر وغیره سره یوځاې په سوریې ، عراق ، لیبیا ، یمن وغیره کښې له ترهګرو سره زیاتې مالی او پوځی مرستې کوی .