امریکا په سوریې کښې نور ۱۵ ښاریز ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i65947-امریکا_په_سوریې_کښې_نور_۱۵_ښاریز_ووژل
زمونږ خبریال راپور راکړی د سوریې په دیرالزور سیمې د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه د نړیوال ائتلاف د جنګی الوتکو په بیګا حملې کښې دیوې کورنۍ د لسو (۱۰)غړیو په شمول پینځلس (۱۵)عادی ښاریز ووژل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2018 01:11 Asia/Kabul
  • امریکا او دهغې عرب او اروپايي ملګري هیوادونه دداعش په شمول د ترهګرو ډلو اصلي جوړونکي  او ورسره مالي او پوځي مرسته کونکي دي .
    امریکا او دهغې عرب او اروپايي ملګري هیوادونه دداعش په شمول د ترهګرو ډلو اصلي جوړونکي او ورسره مالي او پوځي مرسته کونکي دي .

زمونږ خبریال راپور راکړی د سوریې په دیرالزور سیمې د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه د نړیوال ائتلاف د جنګی الوتکو په بیګا حملې کښې دیوې کورنۍ د لسو (۱۰)غړیو په شمول پینځلس (۱۵)عادی ښاریز ووژل شول .

د سوریې  حکومت په ځلونو د ملګروملتونو سرمنشی او دامنیت شورا مشر ته دلیکونو په استولو سره غوښتنه کړی ده چې په دغه هیواد کښې دامریکا تر مشرۍ لاندې دائتلاف جنایتونه پاې ته ورسوی .

د ایروارز(Air Wars) په نوم څارونکی ډلې چې په سوریې او عراق باندې د امریکا تر مشرۍ لاندې د داعش پرضد دتش په نامه دنړیوال ائتلاف چې په اصل کښې د داعش او دنورو ترهګرو ډلو د ملاتړ لپاره جوړ کړی شوی دی حملې څاری څه موده مخکې ویلی وو له دوه زره څوارلسم(۲۰۱۴) میلادی کال راهسې تراوسه  پورې  په عراق او سوریې باندې د امریکا د ائتلاف په هوایی بریدونو کښې څه دپاسه درې زره (۳۰۰۰)عادی خلک وژل شوی دی .

امریکا له تیرو څو کلونو راهسې له ترهګرو ډلو سره دمبارزې په پلمه په ځلونو په سوریې او عراق کښې په ملکی خلکو حملې او بمباریانې کړی دی .

د داعش پرضد دتش په نامه نړیوال ائتلاف د امریکا د پخوانی ولسمشر باراک اوباما دحکومت په وخت کښې په عراق او سوریې کښې له دیره ترهګرو ډلو سره دمبارزې په ادعا سره جوړ شوی .

داپه داسې حال کښې دی چې رسمی راپورونه وایی امریکا او دهغې عرب او اروپایی ملګری هیوادونه دداعش په شمول د ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی  او ورسره مالی او پوځی مرسته کونکی دی .