امریکا په سوریې کښې نور ۱۵ ښاریز ووژل
-
امریکا او دهغې عرب او اروپايي ملګري هیوادونه دداعش په شمول د ترهګرو ډلو اصلي جوړونکي او ورسره مالي او پوځي مرسته کونکي دي .
زمونږ خبریال راپور راکړی د سوریې په دیرالزور سیمې د امریکا په مشرۍ د داعش پرضد دتش په نامه د نړیوال ائتلاف د جنګی الوتکو په بیګا حملې کښې دیوې کورنۍ د لسو (۱۰)غړیو په شمول پینځلس (۱۵)عادی ښاریز ووژل شول .
د سوریې حکومت په ځلونو د ملګروملتونو سرمنشی او دامنیت شورا مشر ته دلیکونو په استولو سره غوښتنه کړی ده چې په دغه هیواد کښې دامریکا تر مشرۍ لاندې دائتلاف جنایتونه پاې ته ورسوی .
د ایروارز(Air Wars) په نوم څارونکی ډلې چې په سوریې او عراق باندې د امریکا تر مشرۍ لاندې د داعش پرضد دتش په نامه دنړیوال ائتلاف چې په اصل کښې د داعش او دنورو ترهګرو ډلو د ملاتړ لپاره جوړ کړی شوی دی حملې څاری څه موده مخکې ویلی وو له دوه زره څوارلسم(۲۰۱۴) میلادی کال راهسې تراوسه پورې په عراق او سوریې باندې د امریکا د ائتلاف په هوایی بریدونو کښې څه دپاسه درې زره (۳۰۰۰)عادی خلک وژل شوی دی .
امریکا له تیرو څو کلونو راهسې له ترهګرو ډلو سره دمبارزې په پلمه په ځلونو په سوریې او عراق کښې په ملکی خلکو حملې او بمباریانې کړی دی .
د داعش پرضد دتش په نامه نړیوال ائتلاف د امریکا د پخوانی ولسمشر باراک اوباما دحکومت په وخت کښې په عراق او سوریې کښې له دیره ترهګرو ډلو سره دمبارزې په ادعا سره جوړ شوی .
داپه داسې حال کښې دی چې رسمی راپورونه وایی امریکا او دهغې عرب او اروپایی ملګری هیوادونه دداعش په شمول د ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی او پوځی مرسته کونکی دی .