لویدیځ هیوادونه په سوریې کښې د ترهګرو ملاتړ کوی
-
دلویدیځو او عربو هیوادونو ځینې چارواکي نیغ په نیغه د ټروریسټانو ملاتړ کوي او دخلکو پرضد د ترهګرو په دغو جنایتونو کښې لاس لري .
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې د بهرنیو چارو وزارت دملګروملتونو سرمنشی او دامنیت شورا مشر ته په جلا جلا لیکونو کښې وویل دلویدیځو هیوادونو ځینې چارواکی په دمشق او شاوخوا سیمو کښې دبې ګناه خلکو پرضد د ترهګرو په جنایتونو کښې شریک دی .
د سوریې د باندنیو چارو وزارت د ملګروملتونو له سرمنشی او د امنیت شورا له مشر څخه غوښتی دی چې په دمشق او شا خوا سیمو کښې د خلکو پرضد د ټروریسټانو جنایتونه وغندی .
دسورېې دخارجه وزارت په دغو لیکونو کښې ویل شوی دی لویدیځ هیوادونه له ترهګرۍ سره دمبارزې او د خپلو ښاریزو د دفاع لپاره د سوریې دحکومت له حق څخه انکار کوی .
دسوریې دبهرنیو چارو وزارت په دغو لیکونو کښې وویل وسله والو ترهګرو چې په غوطه شرقی کښې دیره دی پرون په دمشق ښار او شاو خوا سیمو کښې په هستوګنو سیمو ، سړکونو، ښوونځیو ، روغتونونو ، عمومی موسسو او ځینې ډیپلوماټیکو ځایونو د توغندیو او د هوانونو حملې وکړې چې تراوسه پکښې یولس(۱۱) کسان وژل شوی او نهه څلویښت(۴۹) نور ژوبل شوی هم دی .
د سوریې دبهرنیو چارو وزارت وویل دغه ترهګرې حملې ددې ښودنه کوی چې دلویدیځو او عربو هیوادونو ځینې چارواکی نیغ په نیغه د ټروریسټانو ملاتړ کوی او دخلکو پرضد د ترهګرو په دغو جنایتونو کښې لاس لری .