د روسیې ولسمشر په سوریې کښې دپوځیانو مننه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66197-د_روسیې_ولسمشر_په_سوریې_کښې_دپوځیانو_مننه_وکړه
زمونږخبریال راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سوریې کښې دخپل هیواد ددیره عسکرو قدرونه او مننه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2018 08:41 Asia/Kabul
  • ایران او روسیې هم د ترهګرۍ پرضد له سوریې سره مرستې ته دوام ورکړی  او ترهګرو ډلو ته یې سخته ماتي هم ورکړي ده .
    ایران او روسیې هم د ترهګرۍ پرضد له سوریې سره مرستې ته دوام ورکړی او ترهګرو ډلو ته یې سخته ماتي هم ورکړي ده .

زمونږخبریال راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سوریې کښې دخپل هیواد ددیره عسکرو قدرونه او مننه وکړه .

هغه د «وطن د ملاتړو» د ورځې د جشن په دستورو کښې وویل زه  یوځل بیا دهغو ټولو عسکرو چې دسوریې په جنګ کښې شتون لری مننه کوم .

دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل زمونږ پوځیان په ترټولو ښه ډول چمتو شوی دی او تر اخره له ویرې پرته جنګیږی .

هغه وویل د وروستیو کلونو بدلونونو ثابته کړه روسیه دپوځی چمتووالی  ، د وسلو د کیفییت او د جنګی سازوسامان د زیرمه کولو په زمینه کښې د نړۍ په هیوادونو کښې مهم مقام لری .

د سوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د فرانسې او بریتانیا په شمول دامریکا ، سعودی عربستان او دهغوې د ملګرو هیوادونو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره پیل شو او له دغه کړکیچ وروسته سوریې له اسلامی ایران او روسیې وغوښتل چې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې له دمشق سره مرسته وکړی .

ایران او روسیې هم د ترهګرۍ پرضد له سوریې سره مرستې ته دوام ورکړی  او ترهګرو ډلو ته یې سخته ماتی هم ورکړی ده .