دیمن سیاسی ګوندونو د والدای دغونډې د وړاندیز هرکلی وکړ
-
تیریګر هیوادونه به له دغه وړاندیز شوي نوښت سره مثبت تعامل ونلري او یوازې نړیوال دباونه هغوې تعامل ته قانع کولای شي .
زمونږخبریال وایی د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ مشرانو د هیواد د کړکیچ دحل دپلان چې د ماسکو په «والدای» کښې مطرح شو هرکلی وکړ .
د روان میلادی کال په والدای نړیوال کانفرنس کښې دیمن دکړکیچ د حل په وړاندیزی پلان کښې د پخلاینې لپاره د کمیټۍ د جوړولو او د پارلمان دمشر او د ولسمشر د انتخابولو لپاره د انتخاباتو ترسره کیدل شامل دی په دې ډول چې دهیواد ټول خلک ، سیاسی ګوندونه او ډلې پکښې ګډون وکړی .
د یمن دانصار الله ولسی غورځنګ دسیاسی شورا غړی سلیم المغلس د روسیې په والدای غونډې کښې وړاندیز شوی پلان د هیواد دکړکیچ د حل لپاره حقیقی لاره وبلله او ویې ویل په دغه پلان کښې تضمین شوی موردونه چې ترټولو مهم یې دسعودی عربستان دتیری بندیدل او د یوې داسې ریاستی شورا جوړیدل دی چې ټولې خواوې پکښې استازی پکښې شتون ولری ټولو ډلو ته اعتماد ورستنولای شی .
له بلې خوا څارونکی وایی چې تیریګر هیوادونه به له دغه وړاندیز شوی نوښت سره مثبت تعامل ونلری او یوازې نړیوال دباونه هغوې تعامل ته قانع کولای شی .