دملګروملتونو سرمنشی د امریکا عامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66215-دملګروملتونو_سرمنشی_د_امریکا_عامل_دی
زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې د شمالی کوریا نمایندګۍ په یوې (۱)بیانیې کښې د جرمنی د مونیخ په امنیتی کانفرنس کښې د ملګروملتونو د سرمنشی انتونیو ګوترش په څرګندونو دنیوکې په ترڅ کښې هغه دامریکا عامل وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2018 11:02 Asia/Kabul
  • مریکا نه غواړي  د سئول او دپیانګ یانګ اړیکې ښې شي .
    مریکا نه غواړي د سئول او دپیانګ یانګ اړیکې ښې شي .

زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې د شمالی کوریا نمایندګۍ په یوې (۱)بیانیې کښې د جرمنی د مونیخ په امنیتی کانفرنس کښې د ملګروملتونو د سرمنشی انتونیو ګوترش په څرګندونو دنیوکې په ترڅ کښې هغه دامریکا عامل وباله .

په دغه بیانیې کښې ویل شوی دی دشمالی کوریا پرضد دملګروملتونو دسرمنشی انتونیو ګوترش څرګندونې او دریځونه سبب شوی چې مونږ داسې ګمان وکړو چې ګوتریش یو (۱)ډول دامریکا نوکر دی .

په ملګروملتونو کښې د شمالی کوریا د نمایندګۍ  ددفتر په بیانیې کښې ویل شوی دی چې امریکا د کوریا په ټاپو  وزمې کښې د موجود کړکیچ اصلی ګرم هیواد دی او د پیانګ یانګ توغندوی او اټومی ازموینې د ځان د دفاع لپاره یو (۱)جایز اقدام دی .

د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش د جرمنی دمونیخ په امنیتی کانفرنس کښې ویلی  په شمالی کوریا د دباو د اچولو لپاره بندیزونه ضروری دی .

هغه دشمالی کوریا پرضد دمعنا لرونکی دباو د راوړلو او د بایکاټونو دلګولو په دلیل د ملګروملتونو د امنیت شورا په قدرونې سره وویل زمونږ له نظره ضروری ده چې دغه دباونه باید وساتل شی .

د ملګروملتونو امنیت شورا تیر کال دامریکا په مشرۍ د شمالی کوریا پرضد نوی بندیزونه ولګول  چې دغه هیواد خپلې توغندوی اواټومی ازموینې بندې کړی .

له دې سره سره په تیرو څو میاشتو کښې د شمالی او دجنوبی کوریا په اړیکو کښې د ښه والی د راتلو نښې ښکاره شوی خو امریکا نه غواړی  د سئول او دپیانګ یانګ اړیکې ښې شی .