دښمن د مقاومت پرضد دسیسه جوړوی
-
سیمه کښې د امریکا او د هغې دمتحدانو د پلان او د داعش ډلې له ماتي وروسته دښمن د مقاومت پرضد د دسیسې دجوړولو هڅه کوي .
تسنیم خبری اژانس وایی د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله په سیمه کښې د امریکا او دهغې دمتحدانو د پلان ماتی ته په اشارې سره وویل زمونږ ترټولو مهمه بریا د مقاومت ملاتړ دی .
هغه پرون دلبنان په ختیځ کښې په «بعلبک» ښار کښې کښې ټینګار وکړ په سیمه کښې د امریکا او د هغې دمتحدانو د پلان او د داعش ډلې له ماتی وروسته دښمن د مقاومت پرضد د دسیسې دجوړولو هڅه کوی .
حسن نصر الله لبنان ته د امریکا د باندنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن سفر ته اشاره وکړه او ویې ویل کله چې ریکس ټیلرسن بیروت ته راځی باید ووایو له دغه سفر دهغه هدف یوازې سمندری سرحدونو ته اړونده مسایل نه دی بلکې هغه له حزب الله سره د مقابلې کوشش کوی .
دلبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله وویل که چیرې اسرائیل نن سبا له کوم شی نه ویریده نو دسیمې دتیلو نهمه(۹) نل لیکه به یې په کار اچوله او د لبنان دتیلو په حقونو به یې هم خیټه اچوله .
هغه دغه راز د حزب الله له متحدانو وغوښتل د بهرنیو او د کورنیو دسیسو په وړاندې د مقاومت په ملاتړ کښې ودریږی .
د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر اویګدور لیبرمین څه موده مخکې ادعا کړی وه د لبنان دګازو او د تیلو نهمه (۹)څا له دغه رژیم سره اړه لری .