امریکا دداعش ډلې غړی غوطه شرقی ته انتقالوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66275-امریکا_دداعش_ډلې_غړی_غوطه_شرقی_ته_انتقالوی
ایسنا خبری اژانس وایی دسوریې دحکومت دمخالفانو سرچینو اعتراف وکړ چې دامریکا عسکر د غوطه شرقی سیمې د پاکولو لپاره دسوریې د پوځیانو د پلان دناکامولو لپاره دغه سیمې ته د داعش ترهګرې ډلې د غړیو د انتقالولو کوشش کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2018 03:02 Asia/Kabul
  • امریکا غواړی دداعش او د نورو تکفیري ترهګرو ډلو غړي  التنف سیمې او بیا غوطه شرقي ته انتقال کړي .
    امریکا غواړی دداعش او د نورو تکفیري ترهګرو ډلو غړي التنف سیمې او بیا غوطه شرقي ته انتقال کړي .

ایسنا خبری اژانس وایی دسوریې دحکومت دمخالفانو سرچینو اعتراف وکړ چې دامریکا عسکر د غوطه شرقی سیمې د پاکولو لپاره دسوریې د پوځیانو د پلان دناکامولو لپاره دغه سیمې ته د داعش ترهګرې ډلې د غړیو د انتقالولو کوشش کوی .

د سوریې دحکومت مخالفانو ته اړونده د بشری حقوقو دمرکز مشر احمد خازم اعتراف وکړ امریکا غواړی دداعش او د نورو تکفیری ترهګرو ډلو غړی  التنف سیمې او بیا غوطه شرقی ته انتقال کړی چې له ترهګرو د دغه سیمې دپاکولو لپاره د سوریې دپوځ پلان ناکامه کړی .

دلبنان المیادین ټیلی ویژن هم د سوریې د کړکیچ دسیاسی حل لپاره د خبرو د بهیر د ناکامولو په هدف سره په ریف دمشق کښې دغوطه شرقی د حالاتو په اړه د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا دامریکا د رسندیوجنجال ته په اشارې سره وویل دداعش له نابودۍ وروسته په سوریې کښې دامریکا هدفونه په دوو(۲) مسلو یعنی د فرات  سیند  ختیځ په ساحل کښې په پاتې کیدا سره د جنګ اوږدول او  ددغه هیواد د ویشلو لپاره په هڅې سره خلاصه شوی دی .