د امریکې بندیزونه د اعلانِ جنګ په معنا دي
Feb 25, 2018 18:31 Asia/Kabul
شمالي کوریا ویلي چې د دې هیواد خلاف د امریکې د ولسمشر بندیزونه د جنګ د اعلان په معنا دي.
د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس د دغه هیواد د خارجه وزارت د یو ویاند په حواله چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، خبرداری ورکړ: د امریکې له بندیزونو په ناوړه استفادې سره د شمالي کوریا په ملکیتونو هر ډول تیری او د دې هیوړاد د کشتیو محاصره د پيونګ یانګ له نظره د اعلانِ جنګ په معنا ده.
هغه ټینګار وکړ: امریکا په خپلو نویو بندیزونو سره چې په خپل اعتراف یې د پيونګ یانګ خلاف ډیر سخت بایکاټونه ګڼل کیږي، جنګ او پوځي نښته سیمې ته راوړي.
د شمالي کوریا د خارجه وزارت دغه مسئول همداشان وویل: د ایټمي پوځي قدرت په لرلو سره شمالي کوریا د امریکې له ګواښونو سره مقابله کولی شي.
ټیګونه