دایرفون استعمال بدن ته تاوان رسولی شی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66373-دایرفون_استعمال_بدن_ته_تاوان_رسولی_شی
زمونږ خبریال وایی موبایل ټیلی فونونو فاصلې کمې کړی دی خو له حده زیات د موبایل ټیلی فون استعمال تاوان لرلی شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 26, 2018 12:06 Asia/Kabul
  • خلک  باید دسائنس له اختراعاتو ګټه پورته کړي خو  هغه دځان لپاره د خپګان اوپریشانۍ سبب ونه ګرځوي .
    خلک باید دسائنس له اختراعاتو ګټه پورته کړي خو هغه دځان لپاره د خپګان اوپریشانۍ سبب ونه ګرځوي .

زمونږ خبریال وایی موبایل ټیلی فونونو فاصلې کمې کړی دی خو له حده زیات د موبایل ټیلی فون استعمال تاوان لرلی شی .

هسې خو دموبایل ټیلی فون استعمال اوس د خلکو د ورځنیزو کارونو یوه مهمه برخه ګرځیدلی ده او د سفر ،  دګاډی دچلولو او یا دبل کوم کار کولو په وخت هم خلک ایرفون (Air Phone) استعمالوی او اوږدې اوږدې خبرې کوی او ځینې خلک بیا تر ساعتونو پورې د ایرفون په وسیله موسیقۍ او سندرې اوری او په تیره بیا  ځوانان  خو بیا ډیر زیات ایرفون استعمالوی .

طبی کارپیژاندی وایی دانسان په غوږ کښې کابو پینځلس زره(۱۵۰۰۰) ډیر نازک او حساس سیلولونه وی چې له لوړ غږ څخه اغیزمن کیږی .

په ایرفون باندې اکثره په لوړ غږ کښې سندرې او موسیقۍ  اوریدل کیږی او  تر ډیر وخت او ساعتونو پورې د موسیقۍ او سندور په ایرفون باندې اوریدل انسان د وینې د فشار او د شکرې د ناروغۍ په شان په بیماریو د ککړولو مورد ځان پسې لرلی شی .

دپاکستان  د مرې ، غوږونو او د پوزې د چارو(ENT) ډاکټر قیصر سجاد وویل خلک  باید دسائنس له اختراعاتو ګټه پورته کړی خو  هغه دځان لپاره د خپګان اوپریشانۍ سبب ونه ګرځوی .

ډاکټران وایی چې نیغ په نیغه د موبایل ټیلی فونونو داستعمال په پرتله د ایرفون استعمال ښه دی خو دایرفون پرله پسې استعمال دانسان په بدن اغیز اچوی .