د سوریې دکړکیچ حل لاره سیاسی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66397-د_سوریې_دکړکیچ_حل_لاره_سیاسی_ده
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی د انګلستان د باندنیو چارو وزیر بوریس جانسن د سوریې دحکومت په نسکورولو کښې د ترهګرو د ناکامۍ له اوو(۷) کلونو وروسته وویل د دغه هیواد دکړکیچ حل لاره سیاسی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2018 01:00 Asia/Kabul
  • ۲۴۰۱ پریکړه لیک د ملګروملتونو دامنیت شورا دټولودائمي او غیر دائمي غړیو په مثبو رایو سره تصویب شو .
    ۲۴۰۱ پریکړه لیک د ملګروملتونو دامنیت شورا دټولودائمي او غیر دائمي غړیو په مثبو رایو سره تصویب شو .

ایرنا خبری اژانس راپور راکړی د انګلستان د باندنیو چارو وزیر بوریس جانسن د سوریې دحکومت په نسکورولو کښې د ترهګرو د ناکامۍ له اوو(۷) کلونو وروسته وویل د دغه هیواد دکړکیچ حل لاره سیاسی ده .

هغه پرون د بریتانیا په پارلمان کښې اعتراف وکړ په سوریې کښې اوه(۷) کاله جنګ او د وینې تویدل د څلور لکه خلک په وژل کیدا سربیره د یولس(۱۱) میلیونه خلکو د کډوالیدا او په دغه هیواد کښې دانسانی غمیزې د رامینځته کیدا سبب شوی دی .

د بریتانیا خارجه وزیر بوریس جانسن دغه راز ادعا وکړه لندن د خپلو متحدانو په څنګ کښې د ملګروملتونو دامنیت شورا له لارې په ټوله سوریه کښې د اووربند د ټینګیدا او اړمنو خلکو ته سمدستی د مرستې د رسولو غوښتونکی دی .

دملګروملتونو امنیت شورا وړمه ورځ په سوریې کښې د دیرش(۳۰) ورځنی اووربند  د اجرا او تر کلابندۍ لاندې سیمو ته د بشر دوستانه مرستو د رسولو لپاره یو(۱) پریکړه لیک تصویب کړ او د روسیې په دباو سره القاعده ، جبهه النصره او داعش  او نورې ترهګرې ډلې چې  ملګروملتونو هغه ټروریسټی پیژندلی دی په دغه اووربند کښې شاملې نکړې شوې  .

۲۴۰۱ پریکړه لیک د ملګروملتونو دامنیت شورا دټولودائمی او غیر دائمی غړیو په مثبو رایو سره تصویب شو .