چین د امریکا او د شمالی کوریا ترمینځ دخبرو هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66413-چین_د_امریکا_او_د_شمالی_کوریا_ترمینځ_دخبرو_هرکلی_وکړ
زمونږخبریال وایی چین هیله وکړه چې دشمالی کوریا او دامریکا دچارواکو ترمینځ خبرې اترې وکولای شی په کوریا ټاپووزمې کښې د اټومی مسایلو له حل سره مرسته وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2018 02:49 Asia/Kabul
  • پیانګ یانګ په ځلونو له امریکا سره خبرو ته ګروهنه اعلان کړي ده .
    پیانګ یانګ په ځلونو له امریکا سره خبرو ته ګروهنه اعلان کړي ده .

زمونږخبریال وایی چین هیله وکړه چې دشمالی کوریا او دامریکا دچارواکو ترمینځ خبرې اترې وکولای شی په کوریا ټاپووزمې کښې د اټومی مسایلو له حل سره مرسته وکړی .

د چین د باندنیو چارو دوزارت ویندوی «لوکانګ» پرون په پیکینګ کښې په خبرې کانفرنس کښې وویل دغه هیواد د شمالی کوریا او دجنوبی کوریا ترمینځ د اړیکو دښه کیدا  هرکلی کوی .

هغه وویل د اړیکو ښه کیدل د شمالی کوریا او دامریکا د چارواکو ترمینځ د خبرو له پرمختګ سره اړه لری .

دچین دبهرنیو  چارو د وزارت ویندوی وویل امریکا او شمالی کوریا باید د اړیکو دښه کیدا ، په سیمه کښې د حالاتو د حل او دغه راز په کوریا ټاپووزمې کښې د ثبات او دصلحې د ساتلو لپاره په پرله پسې ډول هڅو ته دوام ورکړی .

په تیرو دوو(۲) اونیو کښې په جنوبی کوریا کښې د اولمپیک په ژمی لوبو کښې د شمالی کوریا د پلاوی له ګډون وروسته د شمالی او دجنوبی کوریا چارواکو د تاوتریخوالی دکمولواو د اړیکو د ښه کیدا غوښتنه کړی ده .

امریکا د  ولسمشر ډونالډ ټرمپ  له نوی ستراتیژۍ او د شمالی کوریا د توغندوی ازموینو دمخنیوی په بلمه په کوریا ټاپووزمې کښې د کړکیچ په زیاتولو سره  دشمالی او دجنوبی کوریا ترمینځ خبرې اترې پیچلی کړی دی .

د شمالی کوریا  دلوړرتبه پلاوی مشر «کیم یونګ چول» سئول ته په سفر کښې د جنوبی کوریا د ملی امنیت له لوړرتبه سلاکار «چونګ یویی یونګ» سره په کتنې کښې وویل پیانګ یانګ په ځلونو له امریکا سره خبرو ته ګروهنه اعلان کړی ده .

خو امریکا ویلی دی په هغو خبرو کښې به ګډون وکړی چې د شمالی کوریا د اټومی بې وسلې سبب شی .