دایران پرضد امنیت شورا کښې د امریکا د سناریو ماتی :
-
هغه څه چې دملګروملتونو په امنیت شورا کښې رامینځته شول یوه(۱) ناوړه لوبه او په یمن دیوه تیریګر هیواد (سعودي عربستان )دملاتړ په لړ کښې وو .
امریکا د یمن د مظلومو خلکو پرضد دسعودی عربستان او د واشنګټن په جنایتونو د پردې د اچولو لپاره اراده لرله دملګروملتونو په امنیت شورا (United Nations Security Council)کښې د ایران پرضد دتورونو په مطرح کولو سره د خلکو ذهنونه د یمن له تاریخی حقیقتونو بلې خوا ته واړوی خو دا ځل هم دامریکا هڅه بندون ته ورسیده او ناکامه شوه .
امریکا اراده لرله د امنیت شورا (United Nations Security Council)په غونډې کښې دانګلستان دپریکړه لیک په ملاتړ کولو سره دایران پرضد یوشمیر تورونه مطرح کړی چې دیمن دجنګ د دوام لپاره یوه(۱) پلمه رامینځته کړی خو روسیې دغه پریکړه لیک ویټو(Veto) کړ .
په بریتانیا کښې دایران سفیر حمید بعیدی نژاد په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوه (۱)پیغام کښې وویل امریکا درې(۳) هدفونه تعقیبول .
دامریکا لومړی(۱) هدف دا وو چې ایران د یمن پرضد د بایکاټونو خلاف ورزی کونکی اعلان شی .
دامریکا دوهم(۲) هدف دا وو چې د توغندوی بحث په پلمه دیمن پریکړه لیک او دامنیت شورا د دوه زره دوه سوه یودیرشم(۲۲۳۱) پریکړه لیک اجرا او دایران توغندوی بحث د ملګروملتونو دامنیت شورا(United Nations Security Council) په ایجنډې کښې شامل شی .
دامریکا دریم (۳)هدف دا وو چې په نهایت کښې ایران د خلاف ورزۍ کونکی په بللو سره دتهران پرضد د امنیت شورا د نویو بندیزونو د لګولو امکان برابر شی .
له یمن سره د ایران د وسله والې مرستې ادعا په هغه توغندی چې دتیر میلادی کال په نوامبر میاشت کښې له یمن څخه د سعودی عربستان دپلازمینې ریاض په هوایی ډګر ویشتل شوی وو متمرکزه شوی ده .
په ملګروملتونو کښې د امریکا استازی میرمن نیکې هیلې(Nikki Haley) د روان میلادی کال د جنورۍ دمیاشتې په پاې کښې په دفاع وزارت پینټاګان کښې د جعلی ډرامې په پیلولو سره د وسلو د یوشمیر ټوټو په ښودلو سره چې ادعا یې کوله ایران هغه یمن ته استولی دی هڅه وکړه دملګروملتونو امنیت شورا (United Nations Security Council)ته د ایران پرضد چټی ادعاګانې ثابتې کړی خو د نیکې هیلې د تبلیغاتی ډرامې څو ساعته نه وو تیر شوی وو چې د امریکا ددفاع وزارت پینټاګان څو چارواکو دایران پرضد دهغې لګول شوی ادعا رد کړه .
دامریکا د وسلو دکنټرول د ټولنې مشر «ډاریل کیمبال »په خپلې ټویټر پاڼې کښې ولیکل دا یو لیونتوب دی چې سپینه ماڼۍ فکر کوی دوې کولای شی دمینځنی ختیځ په جنګونو کښې دایران د رول په اړه په اندیښنو دغور لپاره نړیوال ملاتړ جلب کړی او د اټومی موافقې حالت له اټومی تړون په وتلو او دایران پرضد د اټومی بندیزونو په بیا لګولو سره مخ ته بوځی .
امریکا او سعودی عربستان په داسې حال کښې ایران یمن ته د وسلو په استولو تورنوی چې واشنګټن او ریاض په تیرو څو کلونو کښې له یوبل سره زیاتې وسله والې معاملې او سوداګانې کړی دی او د ممنوعه کلسټر بمونو(Cluster Bombs) په شمول ټول بمونه او توغندی چې سعودی عربستان یې هره ورځ د یمن دخلکو پرضد کاروی دامریکا جوړ دی او هغه امریکا سعودی عربستان ته ورکړی دی .
دایران دباندنیو چارو وزیر محمد جوادظریف هم ویلی دی هغه څه چې دملګروملتونو په امنیت شورا کښې رامینځته شول یوه(۱) ناوړه لوبه او په یمن دیوه تیریګر هیواد (سعودی عربستان )دملاتړ په لړ کښې وو .
دایران اسلامی جمهوریت په یمن کښې دکړکیچ له پیل راهسې تل ټینګار کړی دی ددغه هیواد د کړکیچ یوازنۍ حل لاره سیاسی ده او تهران په همدې چوکاټ کښې څلوره (۴)ماده ایز پلان هم برابر کړ .
په دغه څلور(۴) ماده ایز پلان کښې په یمن کښې په سمدستی ډول د اووربند په رامینځته کیدا ، د انسان دوستانه مرستو په استول کیدا ،دیمن دخلکو او دسیاسی ډلو ترمینځ دخبرو اترو په ترسره کیدا او په هیواد کښې دیوه پراخ بنسټه حکومت په جوړیدا په دې ډول چې وکولای شی له ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې ولری ټینګار شوی دی خو امریکا دملتونو له تباه کولو او له جنګ پرته دبل هیڅ شی په اړه فکر نه کوی .
دامریکا لیکوال او دبشری حقوقو فعال «کیټی کلی» وایی امریکا په ملګروملتونو کښې د توغندی د ښودلو پرځاې باید دخپل هیواد له څلورو جنګی بیړیو څخه دیوې جنګی بیړۍ په څنګ کښې چې په عربستان یې خرڅه کړی ده ودریږی کومې چې یمن ته تلونکی سمندری لارې او بندرونه کلابند کړی دی او دیمن داخل ته د خوراکی شیانو او درملو د ورتلو مخه نیسی .