میوه او سبزۍ ژور خپګان کموی
-
په امریکا کښې هر کال اوه (۷)فیصده بالغ کسان په ډیپریشن ناروغۍ ککړیږي او په دغه هیواد کښې دوه دیرش(۳۲) فیصده خلک هم د وینې د دباو ناروغۍ لري .
زمونږ خبریال وایی په نوی ترسره شوی تحقیق کښې ویل شوی چې د میوو، سبزیانو او دغلو استعمال د ژور خپګان(Depression) خطر لس(۱۰) فیصده کمولای شی .
د انګلستان ډیلی میل(Daily Maily) ورځپاڼې په یوه(۱) راپور کښې ویلی دی په هغو خلکو کښې چې په امریکا او لویدیځو هیوادونو کښې پاخه شوی تیاره خواړه یعنی فاسټ فوډز(Fast Foods) چې برګرز(Burgers) ، سانډویچ(Sandwich) وغیره پکښې شامل دی خوری په ژور خپګان یعنی ډیپریشن د ککړیدا خطر زیات وی .
محققان وایی چې د خواړو او د اعصابو د روغتیاترمینځ د اړیکو د ټاکلو لپاره د نور تحقیق او ریسرچ ضرورت شته خو د داسې حالت د کنټرول لپاره په درملو باندې په ژوند کښې ساده توب د لومړیتوب راوستلو ته ضرورت شته.
د ویلو ده چې په امریکا کښې هر کال اوه (۷)فیصده بالغ کسان په ډیپریشن ناروغۍ ککړیږی او په دغه هیواد کښې دوه دیرش(۳۲) فیصده خلک هم د وینې د دباو ناروغۍ لری چې له کبله یې هغوې د زړه له ناروغیو(Heart Diseases) سره مخ دی .