لویدیځ هیوادونه دترهګرو ملاتړ کوی
-
امریکا ، سعودي عربستان، انګلستان،هڅه کوي چې داعش او نورې ترهګرې ډلې په سوریې کښې ماتي ونه خوري .
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دسوریې استازی بشار الجعفری دامنیت شورا د لویدیځو هیوادونو غړی له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ارادې نه لرونکی وبلل او ویې ویل هغوې په ملګروملتونو کښې د روسیې او د سوریې له استازیو سره درې(۳) ورځې خبرې وکړې چې د داعش او د النصره ډلو نومونه د اووربند له پریکړه لیک وباسی .
هغه پرون دسوریې دغوطه شرقی سیمې په حالاتو دغور لپاره دملګروملتونو دامنیت شورا له غونډې او د دغه هیواد دانساني حالاتو په اړه د ملګروملتونو دسرمنشی د دوو(۲) مرستیالانو له راپور وروسته خبریالانو ته وویل که چیرې د امنیت شورا د پریکړه لیک پراساس له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یوه حقیقی ژمنه وائ لویدیځو هیوادونو باید د اووربند له پریکړه لیک څخه د داعش ، النصره او د نورو ترهګرو ډلو نومونه نا جلا کولای او دهغوې د نومونو دشاملولو لپاره یې درې(۳) ورځې وخت نه لګولی .
په ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری په عین حال کښې ټینګار وکړ ضروری خبره دا ده چې په سوریې کښې دټولوخلک ژوند مهم وی نه یوازې د څو خاصو کسانو .
هغه وویل دسوریې حکومت ژمن دی چې له ترهګرو سره مبارزه وکړی او د ترهګرو په وړاندې د ښاریزو ساتنه وکړی .
بشار جعفری وویل په سوریې کښې دجنګ ختمیدل ترهګرو ډلو ته د وسلو او دنورو مرستو او ملاتړونو په کامل ډول بندیدا ته ضرورت لری .
امریکا ، سعودی عربستان، انګلستان، فرانسه ، متحده عربی امارات، کویت ، بحرین ، اردن ، اسرائیل، قطر، ترکیې کوشش کوی چې داعش او نورې ترهګرې ډلې په سوریې کښې ماتی ونه خوری .