لویدیځ هیوادونه دترهګرو ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66557-لویدیځ_هیوادونه_دترهګرو_ملاتړ_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دسوریې استازی بشار الجعفری دامنیت شورا د لویدیځو هیوادونو غړی له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ارادې نه لرونکی وبلل او ویې ویل هغوې په ملګروملتونو کښې د روسیې او د سوریې له استازیو سره درې(۳) ورځې خبرې وکړې چې د داعش او د النصره ډلو نومونه د اووربند له پریکړه لیک وباسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2018 01:27 Asia/Kabul
  • امریکا ، سعودي عربستان، انګلستان،هڅه کوي چې داعش او نورې ترهګرې ډلې په سوریې کښې ماتي ونه خوري .
    امریکا ، سعودي عربستان، انګلستان،هڅه کوي چې داعش او نورې ترهګرې ډلې په سوریې کښې ماتي ونه خوري .

ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دسوریې استازی بشار الجعفری دامنیت شورا د لویدیځو هیوادونو غړی له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ارادې نه لرونکی وبلل او ویې ویل هغوې په ملګروملتونو کښې د روسیې او د سوریې له استازیو سره درې(۳) ورځې خبرې وکړې چې د داعش او د النصره ډلو نومونه د اووربند له پریکړه لیک وباسی .

هغه پرون دسوریې  دغوطه شرقی سیمې په حالاتو دغور لپاره دملګروملتونو دامنیت شورا له غونډې او د دغه هیواد  دانساني حالاتو په اړه د ملګروملتونو دسرمنشی د دوو(۲) مرستیالانو له  راپور وروسته خبریالانو ته وویل که چیرې د امنیت شورا د پریکړه لیک پراساس له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یوه حقیقی ژمنه وائ لویدیځو هیوادونو باید د اووربند له پریکړه لیک څخه د داعش ، النصره او د نورو ترهګرو ډلو نومونه  نا جلا کولای او دهغوې د نومونو دشاملولو لپاره یې  درې(۳) ورځې وخت نه  لګولی .

په ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری په عین حال کښې ټینګار وکړ ضروری خبره دا ده چې په سوریې کښې دټولوخلک ژوند مهم وی نه یوازې د څو خاصو کسانو .

هغه وویل دسوریې حکومت ژمن دی چې له ترهګرو سره مبارزه وکړی او د ترهګرو په وړاندې د ښاریزو ساتنه وکړی .

بشار جعفری وویل په سوریې کښې دجنګ ختمیدل ترهګرو ډلو ته د وسلو او دنورو مرستو او ملاتړونو په کامل ډول بندیدا ته ضرورت لری .

امریکا ، سعودی عربستان، انګلستان، فرانسه ، متحده عربی امارات، کویت ، بحرین ، اردن ، اسرائیل، قطر، ترکیې کوشش کوی چې داعش او نورې ترهګرې ډلې په سوریې کښې ماتی ونه خوری .