بهرنی هیوادونه باید له ترهګرو سره مرستې بندې کړی
-
لومړۍ باید په غوطه شرقي سیمه کښې له ترهګرو ډلو سره د هیوادونو هر ډول ارتباط غوڅ شي .
زمونږخبریال وایی په ملګروملتونو کښې د روسیې استازی واسیلی نبنزیا په سوریې کښې د غوطه شرقی سیمې په حالاتو د غور لپاره د امنیت شورا په غونډې کښې وویل ډیر لوری په سوریې کښې د اووربند له پریکړه لیک خپل سری اخیستونونه لری .
هغه وویل ضروری خبره دا ده چې په سوریې کښې دهر ډول پوځی عملیاتو له بندیدا مخکې باید په دغه هیواد کښې دښکیلو لورو ترمینځ هراخیزه موافقه لاسلیک شی او زیاته یې کړه ډیر لوری له اووربند څخه خپل سری اخیستونونه لری .
په ملګروملتونو کښې د روسیې استازی واسیلی نبنزیا وویل په سوریې کښې د اووربند د پریکړه لیک له تصویبدا وروسته په لومړۍ ورځ ترهګرو دخلکو په وژلو لاس پورې کړ او د ملکی خلکو د وتلو لپاره په رامینځته کړې شوی امن لارې یې حملې وکړی .
هغه ټینګار وکړ لومړۍ باید په غوطه شرقی سیمه کښې له ترهګرو ډلو سره د هیوادونو هر ډول ارتباط غوڅ شی .
په ملګروملتونو کښې دسوریې استازی بشار جعفری هم ویلی دی راپورونه غوطه شرقی ته د سعودی عربستان د مرستو د استولو ښودنه کوی او ددغه خبرې مطلب دا دی چې غوطه شرقی سیمه کلابنده شوی نه ده او هلته له ترهګرو د خارجی هیوادونو ملاتړ هماغه راز دوام لری .
دملګروملتونو امنیت شورا په تیرې شنبې ورځ په سوریې کښې د دیرش(۳۰) ورځی اووربند د اجرا او په غوطه شرقی کښې تر کلابندۍ لاندې سیمو ته د بشر دوستانه مرستو د رسولو لپاره ۲۴۰۱ پریکړه لیک تصویب کړ خو ترهګرې ډلې ددغه پریکړه لیک خلاف ورزۍ کوی او حملو ته دوام ورکوی .