مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66595-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی د امریکی د خارجه وزارت د ویاندې له قوله لیکل شوی:« که سوریه اوایران نه وؤ، د اسد دولت دوام نه کاوه. او مسکو د سوریی د اوربند په باره کی جدی نه دئ».
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2018 11:06 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی د امریکی د خارجه وزارت د ویاندې له قوله لیکل شوی:« که سوریه اوایران نه وؤ، د اسد دولت دوام نه کاوه. او مسکو د سوریی د اوربند په باره کی جدی نه دئ».

د دغه راپور له مخې؛ د امریکی د خارجه وزارت ویاندی« هدر ناوئرت» د غیر پوځیانو په ضد د عملیاتو په سرته رسولو باندی، د سوریی حکومت او د یاد هیواد د ؤلس مشر«بشار اسد» په تورنولو، او پدې زمینه کی د روسیې په ملامتولو سره وویل: روسیه باید همداراز له کیمیاوی وسلو څخه د خلاصون لپاره، له بشار اسد سره مرسته کړې وای.

هغی زیاته کړه: مسکو باید د سوریی د کیمیاوی وسلو د نابودیدو ضامن کیدای، خو د روسیې دولت؛ د سوریې له نظام څخه ملاتړ کوی.

د امریکی د خارجه وزارت ویاندی په عین حال کی، په روسیې تور ولګاوه؛ چی په سوریه کی د اوربند په باره کی امنیت شورا د تیرې شنبې ورځې په ۲۴۰۱ پریکړه لیک ژمن پاتې شوې نه ده.  

د امریکی د خارجه ویاندې ادعا وکړه: غواړم ووایمه چی روسیې په امنیت شورا کی  له اوربند څخه ملاتړ وکړ، خو طبعاً پدی اوربند ژمن پاتی نه ده، ځکه چی د سوریی دولت د مالی اړتیاؤ پوره کولو، او له هغه څخه ملاتړ کولو ته دوام ورکوی، او دا یوه فاجعه ده.  

*******

د تهران چاپ د ابتکار په ورځپاڼه کی تر دی سرلیک لاندی؛ چی

« سوریه؛ د ځمکی د مخ دوژخ »، د محمد رضا ستاری په قلم په یو تحلیلی راپور کی راغلی دی: د دمشق په ختیځ غوطه کی د ۳۰ ورځنی اوربند په هکله د امنیت شورا د پریکړه لیک له تصویبیدو څو ورځې وروسته، خبری سرچینو؛ په سوریه کی د انسانی حالاتو د څیړلو لپاره د امنیت شورا د دویمی غونډې د جوړیدو خبر ورکړ. پدغه غونډه د ختیځ غوطه سیمې د حالاتو خرابوالئ، او همداراز د اوربند په پریکړه لیک د اړوندو لورو ژمن نه پاتیدل وڅیړل شول.

پدې هکله د ملګرو ملتو سازمان په یو راپور کی اعلان کړئ، چی د ختیځ غوطه سیمې حالات او پیښی دوژخ ته ورته دی، او له دې سره سره چی له ټولو اړوندو لور غوښتل شوی دی، چی نښتې پایته ورسوی؛ خو هماغه راز د ملګرو ملتو د امنیت شورا په وروستی پریکړه د سترګی پټولو کتونکی یو. د دمشق د ختیځ غوطه سیمه، د کرهڼیزو شنو ځمکو یو کمربند دئ، چی د دمشق ښار د جنوبی او ختیځو سیمو په شاوخوا را تاو شوی دی. دغه کرهڼیزی شنې ځمکې د دمشق د خوراکی سبد په توګه پیژندلی کیږی. خو دغه سیمه د شپږو کالو راهیسی د سوریی د وسله والو مخالفینو په واک کی ده.

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی، د عربستان د پوځی قوماندانانو له لیری کیدو وروسته؛ له «بندر بن سلطان» څخه د سعودی دربار د حیرانونکی هرکلی کولو په هکله لولو: د سعودی دربار؛ د عربستان پوځ د یو شمیر لوړ پوړو قوماندانانو له لیری کیدو وروسته، په یو ناڅاپی او د غور وړ په یو اقدام کی، د دغه هیواد د استخباراتو پخوانئ رئیس«بندربن سلطان»، پاچاهی دفتر ته را وباله.

د خبری سرچینو له قوله، د سعودی عربستان د استخباراتو سازمان پخوانی مشر«بندربن سلطان»، د دغه هیواد په سیاسی اوامنیتی ډګر کی له څو کلن نشتوالی وروسته، په ناڅاپی توګه د عربستان د سلطنتی دربار په دفتر کی شتون وموند. خبری سرچینو وویل: د سعودی عربستان سلطنتی دربار؛ د دغه هیواد د استخباراتو سازمان او د ملی امنیت شورا پخوانی مشر«بندر بن سلطان» ته بلنه ورکړه؛ چی د عربستان د اطلاعاتو په سازمان پوری مربوط؛ د تحقیقاتو او اطلاع رسونی له مرکز څخه لیدنه وکړی.

د سیاسی څیړاندو په اند؛ د عربستان سلطنتی دربار ته د سعودیانو د سیاسی کارپوه او ایرانی ضد ډیپلماټ، شاهزاده«بندر بن سلطان» ستنیدلو، چی د دغه هیواد د یو شمیر لوړ پوړو پوځی قوماندانانو له لیری کیدو سره په یو وخت بڼه نیسی؛ د ایران او د مقاومت محور ضد اقداماتو په سختولو سره، په سیمه کی د خپلو ستراتژیو د بدلولو لپاره، د«ریاض» د تصمیم په باره کی ګمانونه زیات کړی.    

******* 

اوس هم د افغانستان د وروستیو حالاتو په هکله د بهرنیو ورځپاڼو یو شمیر مطالبو ته یوه لنډه کتنه کوؤ:

یو شمېر نړیوالو رسنیو د «کابل پروسې» دوهمې غونډې او له وسلهوالو طالبانو څخه د افغان ولسمشر غوښتنې ته پام کړی دی.

ګارډین

بریتانوی ورځپاڼې ګارډین لیکلی، ولسمشر اشرف غنی طالبانو ته د اوربند وړاندیز کړی او د دې ډلې د زندانیانو د راخوشې کولو د احتمال په اړه‌یې خبرې کړې دی.

په وړاندیزونو کې ښاغلی غنی همداراز ویلی چې د سولې په خاطر چمتو دی طالبان د یوې مشروع سیاسی ډلې په توګه په رسمیت وپېژنی.

ولسمشر غنی د چهارشنبې په ورځ د کابل نړیوالې غونډې ته په افغانستان کې د سولې په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.

د ګارډین ورځپاڼې په وینا، د غنی د چهارشنبې د ورځې څرګندونې یو لوی تغییر دی چې د ولسمشر په پالېسی کې لیدل کېږی، ځکه ده تل طالبان د ترورېستانو په نوم یاد کړی دی.

ورځپاڼه د طالب چارواکو له قوله لیکی چې وایی، د خپلو ملګرو هېوادونو لهخوا تر فشار لاندې شوی چې د سولې مذاکراتو ته غاړه کېږدی.

فایننشل ټایمز

فایننشل ټایمز ورځپاڼې هم دې موضوع ته پام کړی او لیکلی یې دی چې د سولې لپاره پخوا د افغان حکومت پر وړاندیزونو سربېره طالبانو د کابل له ادارې سره د مذاکراتو خبره رد کړې وه.

د ورځپاڼې په وینا، طالبانو له امریکا سره د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې ده چې دا خبره واشنګټن پخوا نهده منلې.

فایننشل ټایمز دې ته هم پام کړی چې وسلهوالو طالبانو د دوشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړې او ویلی یې دی چې امریکایی چارواکی دې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو د دخیلولو او د هغوی له حضور پرته له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړی.

ډېلی مېل

ډېلی مېل ورځپاڼې هم د ولسمشر غنی همدې وینا ته پام کړی دی.

ورځپاڼې لیکلی، د طالبانو د یوې سیاسی ډلې په توګه د رسمیت پېژندل کېدو په بدل کې باید طالبان هم افغان حکومت ومنی او په رسمیت‌یې وپېژنی.

ورځپاڼې د یوه پاکستانی خبریال او څېړونکی رحیمالله یوسفزی څرګندونې راخیستی چې وایی، د طالبانو په ډله کې یو شمېر کسان شته چې غواړی له افغان حکومت سره مذاکرات وکړی.

د ښاغلی یوسفزی په وینا، د امریکا د نوې ستراتېژۍ په نتیجه کې هوایی حملې او د کمانډو ځواکونو عملیات زیات شوی دی او ترورېستی ډلو ته زیات تلفات اوښتی دی.

خو پاکستانی څېړونکی په دې باور دی چې طالبان به خپلې جګړې ته دوام ورکړی، ځکه غواړی د خپلې جنګی پیاوړتیا په اړه خبرې وکړی او په نتیجه کې یې جګړه جاری وساتی.