ترهګرې ډلې دصهیونیسټ رژیم خدمت کوی
-
امریکا او ترهګر د سوریې په حکومت ، پلازمینې او د هیواد په سیاسي او ډیپلوماسۍ مرکز د زیات دباو د راوستلو هڅه کوي .
زمونږ خبریال وایی د سوریې د بعث ګوند د مشر مرستیال «هلال الهلال » په شمال لویدیځ کښې د ادلب ولایت دجنوب ختیځ او ابوالظهور هوایی ډګر کښې دپوځی مرکز د کتنې په وخت وویل ترهګرې ډلې له سوریې سره دجنګ د پیلولو له وخت راهسې د صهیونیسټ رژیم د خدمت کولو هڅه کوی .
په عین حال کښې دسوریې د پوځ متقاعد شوی افسر هیثم حسون هم د دمشق په غوطه شرقی سیمه کښې له ترهګرو د امریکا ملاتړ او دفاع ته په اشارې سره وویل امریکا له خپلو متحدو عربو او اروپایی هیوادونو سره یوځاې ترهګرو ته پوځی روزنه ورکړی ده او هغوې یې په وسلو او پیسو سمبال کړی دی او اوس هم د ټروریسټانو ملاتړ کوی .
هیثم حسون ډاګینه کړه غوطه شرقی د دمشق د عقبه په شان ده او امریکا او ترهګر د سوریې په حکومت ، پلازمینې او د هیواد په سیاسی او ډیپلوماسۍ مرکز د زیات دباو د راوستلو هڅه کوی .
د سوریې دپلازمینې دمشق په غوطه شرقی کښې د اووربند دریمه(۳) ورځ په داسې حال کښې پاې ته ورسیدله چې هیڅ نتیجه یې نه لرله او ترهګرو له دغه سیمې د ملکی خلکو د وتلو اجازه ورنکړه او هغوې د خلکو د وتلو مخه ونیوله .
امریکا ، سعودی عربستان، متحده عربی امارات، انګلستان، فرانسه ، اسرائیل ، بحرین ،کویت ، ترکیه ،قطر وغیره کوشش کوی چې په ټوله سوریه په تیره بیا غوطه شرقی سیمې کښې دداعش ،النصره او دنورو ترهګرو ډلو دماتی مخه ونیسی او دغه هیوادونه اوس هم له ټروریسټانو سره هرډول پوځی ، مالی او استخباراتو مرستو ته دوام ورکوی .