لومړیتوب په سوریې کښې د جنګ بندول دی
-
غوطه شرقي دسوریې پلازمینې دمشق ته نږدې یوه() ستراتیژیکه سیمه ده او پوځ اراده لري هغه دترهګرو له وجود څخه پاکه کړي .
زمونږ خبریال وایی د سوریې په چارو کښې د ملګروملتونو استازی« اسټیفن ډی میستورا »پرون په جینیوا کښې د ملګروملتونو په مرکز کښې وویل حاضردمه لومړیتوب دسوریې په غوطه شرقی او نورو سیمو کې د جنګونو بندول دی .
هغه وویل په سوریې کښې ښکیلې خواوې باید دیوبل تر کنټرول لاندې سیمو باندې د ډزو کار پاې ته ورسوی او مرستندویه کاروانونو ته اجازه ورکړی چې غوطه شرقی سیمې ته ورشی .
ډی میستورا د سوریې دکړکیچ په سیاسی حل لارې ټینګار وکړ او ویې ویل په داسې حال کښې چې د هیواد خلک دوژل کیدا په حال کښې دی لومړیتوب د جنګ بندول دی .
غوطه شرقی دسوریې پلازمینې دمشق ته نږدې یوه() ستراتیژیکه سیمه ده او پوځ اراده لری هغه دترهګرو له وجود څخه پاکه کړی خو امریکا ، سعودی عربستان او نور عرب او اروپایی هیوادونه کوشش کوی چې دغه سیمه له ترهګرو پاکه نشی او په سوریې کښې جنګ هماغه راز دوام ولری .