لومړیتوب په سوریې کښې د جنګ بندول دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66639-لومړیتوب_په_سوریې_کښې_د_جنګ_بندول_دی
زمونږ خبریال وایی د سوریې په چارو کښې د ملګروملتونو استازی« اسټیفن ډی میستورا »پرون په جینیوا کښې د ملګروملتونو په مرکز کښې وویل حاضردمه لومړیتوب دسوریې په غوطه شرقی او نورو سیمو کې د جنګونو بندول دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2018 02:23 Asia/Kabul
  • غوطه شرقي دسوریې پلازمینې دمشق ته نږدې یوه() ستراتیژیکه سیمه ده  او پوځ اراده لري هغه دترهګرو له وجود څخه پاکه کړي .
    غوطه شرقي دسوریې پلازمینې دمشق ته نږدې یوه() ستراتیژیکه سیمه ده او پوځ اراده لري هغه دترهګرو له وجود څخه پاکه کړي .

زمونږ خبریال وایی د سوریې په چارو کښې د ملګروملتونو استازی« اسټیفن ډی میستورا »پرون په جینیوا کښې د ملګروملتونو په مرکز کښې وویل حاضردمه لومړیتوب دسوریې په غوطه شرقی او نورو سیمو کې د جنګونو بندول دی .

هغه وویل په سوریې کښې ښکیلې خواوې باید دیوبل تر کنټرول لاندې سیمو باندې د ډزو کار پاې ته ورسوی او مرستندویه کاروانونو ته اجازه ورکړی چې غوطه شرقی سیمې ته ورشی .

‌ډی میستورا د سوریې دکړکیچ په سیاسی حل لارې ټینګار وکړ او ویې ویل په داسې حال کښې چې د هیواد خلک دوژل کیدا په حال کښې دی لومړیتوب د جنګ بندول دی .

غوطه شرقی دسوریې پلازمینې دمشق ته نږدې یوه() ستراتیژیکه سیمه ده  او پوځ اراده لری هغه دترهګرو له وجود څخه پاکه کړی خو امریکا ، سعودی عربستان او نور عرب او اروپایی هیوادونه کوشش کوی چې دغه سیمه له ترهګرو پاکه نشی او په سوریې کښې جنګ هماغه راز دوام ولری .