متحده عربی امارات په لیبیا کښې دنفوذ هڅه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66645-متحده_عربی_امارات_په_لیبیا_کښې_دنفوذ_هڅه_کوی
زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو یوشمیر کارپیژاندو وویل د متحده عربی اماراتو تر کنټرول لاندې د لیبیا په ختیځ کښې المرج ښار ته نږدې الخادم هوایی ډګر او پوځی اډه د غیر عادی ودانیو دجوړیدا کتونکی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2018 03:18 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان او متحده عربي امارات په یمن کښې د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره له یوبل سره سیالۍ  کوي او دیوبل د حذفولو کوشش هم کوي .
    سعودي عربستان او متحده عربي امارات په یمن کښې د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره له یوبل سره سیالۍ کوي او دیوبل د حذفولو کوشش هم کوي .

زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو یوشمیر کارپیژاندو وویل د متحده عربی اماراتو تر کنټرول لاندې د لیبیا په ختیځ کښې المرج ښار ته نږدې الخادم هوایی ډګر او پوځی اډه د غیر عادی ودانیو دجوړیدا کتونکی ده .

عربو رسنیو هم په لیبیا کښې د پوځی شتون دپراخولو لپاره دمتحده عربی اماراتو د هڅې خبر ورکړی .

راپورونه وایې چې په لیبیا کښې دمتحده عربی اماراتو پوځی شتون او  دهغه پراخول د ملی وفاق دحکومت چې نړیوالې ټولنې تائید کړی له موافقې او اطلاع پرته ترسره کیږی .

د بریتانیا میډل ایسټ اینټرنیټ پاڼې هم راپور ورکړی دمتحده عربی اماراتو هوایی ځواک د لیبیا په ختیځ کښې د جنرال خلیفه حفتر د ځواکونو دملاتړ لپاره په ځینو هوایی بریدونو کښې برخه اخیستی ده او په ځلونو یې د هغه د سیالو ډلو په مرکزونو بمبارې کړی دی .

متحده عربی امارات دنړۍ په ډیرو هیوادونو په تیره بیا  لیبیا، یمن ،سوریې  پاکستان ، افغانستان وغیره کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی او پوځی مرستې کوی او دغه هیواد کوشش کوی په یمن کښې خپل نفوذ پراخ کړی .

سعودی عربستان او متحده عربی امارات په یمن کښې د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره له یوبل سره سیالۍ  کوی او دیوبل د حذفولو کوشش هم کوی .