مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی د پوتین له قوله لیکلی دی: « زموږ نوی توغندی؛ د توغندویی دفاع لپاره د امریکائیانو پیسی او لګښتونه بربادوی».
د روسیې ؤلس مشر«ولادیمیر پوتین» د امریکی له« ان بی سی نیوز» شبکی سره په مرکه کی وویل: هغه نوی وسلې چی د روسیې له خوا اعلان او جوړی شوی، دومره پرمختللی دی، چی هغه پیسې چی د توغندویی دفاع د سیسټمونو لپاره د امریکایی مالیات
ورکونکو له جیب څخه لګولی شوې، بربادوی.
د پوتین دغه څرګندونی پسله هغه مطرح شوې، چی هغه پخپله کلنۍ وینا کی وویل: روسیې؛ نوی اټمی وسلې جوړی کړې، چی په هیڅ وجه د توغندویی دفاع سیسټمونه، نشی کولای هغه په نښه کړی.
د پوتین دغه څرګندونی؛ د یو شمیر څیړاندو له نظره، لدې کبله چی مسکو؛ د دغه نوی توغندی له بریمنی آزموینې څخه هیڅ ویدئو نده ښودلې، مردودې ګڼلی شوی دی.
پوتین څرګنده کړه: زما په نظر هغه کسان چی ویلی یی دی؛ یوه نوې سړه جګړه پیل شوې ده، شناندی نه دی، بلکه تبلیغات کوی.
نوموړی زیاته کړه: د مسکو نوې وسلې؛ په ۲۰۰۲ م کال کی د ۱۹۷۲ بالستیلک توغندویو ضد؛ تړون څخه د وتلو لپاره د امریکی اقدام ته یو ځواب دئ؛ چی د توغندویی دفاع سیسټمونه یی منع کړی ؤو.
پوتین ډاګینه کړه: که موږ وغواړو د دغه وسله وال رقابت او سیالۍ په هکله خبری وکړو، دغه سیالۍ دقیقاً له هماغه وخت څخه پیل شوې.
د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی تر دی سرټکی لاندی، چی
« د بریتانیی ایرانی ضد پریکړه لیک؛ یا سیمه ایزې خبری اترې؟» په یو تحلیلی راپور کی راغلی دی: اروپائیان پداسی حال کی د مونیخ د امنیتی کنفرانس په څنګ کی، د یمن په هکله له ایران سره په خبرو اترو کی، د ښې او رغوونکې فضا په اړه خبرې کوی، چی د یاد کنفرانس له ترسره کیدو څخه نږدی لس ورځی وروسته، بریتانیی؛ د فرانسی، جرمنی او البته د امریکې د متحده ایالتونو په ملاتړ سره، د یمن د وسله والو بایکاټونو پریکړه لیک، له ایرانی ضد بندونو او مادو سره مربوط کړ، او هڅه یی وکړه؛ چی د امنیت شورا په غونډه کی، له حوثیانو سره د ایران له پوځی همکاریو څخه اندیښنه وښیې. د بریتانیی دغه پریکړه لیک د روسیی له وټو سره مخامخ شو، خو اروپایی پکټ، له امریکی سره د یوې ګډې بیانیې په صادرولو سره، د ایران او له حوثیانو سره د اړیکو په باره کی، خپلې ادعاوی تکرارې کړې. پداشان شرایطو کی داسی بریښې چی اروپا؛ له تهران سره د سیمه ایزو چارو په هکله په خبرو اترو کی، د سیمه ایز کړکیچ د هوارۍ لپاره یوې څرګندې نتیجې ته د رسیدو په لټه کی نه ده، او یواځی هڅه کوی په یو ډول له خپلې خوا څخه په ایران د دباؤ راوستو مسئله، امریکې ته ور وښیې
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی دا سرټکئ لیدل کیږی:«د عراق پارلمان، له دغه هیواد څخه د امریکایی ځواکونو د وتلو لپاره د مهال ویش د ټاکلو غوښتنه وکړه»
د عراق پارلمان؛ د«سلیم الجبوری» په ریاست پخپله غونډه کی، یوه مصوبه تصویبه کړه؛ چی له مخې یی د یاد هیواد د لمړی وزیر« حیدر العبادی » دولت باید، له عراق څخه د امریکایی او لویدیځی پوځیانو د وتلو لپاره، یو زمانی جدول وټاکی. له دې وړاندی هم، د عراق پارلمان د امنیت او دفاع کمیسیون، د عراق د ټولو وسله والو ځواکونو د قوماندان په توګه«حیدر العبادی» ته په یولیک کی، له هغه څخه په عراق کی د امریکایی پوځیانو د شتون په اړه توضیح غوښتې وه. په همدی حال کی، د عراق پارلمان یو شمیر نمایندګانو اعلان وکړ؛ چی العبادی له عراق څخه د امریکاییی پوځیانو د وتلو، او د پوځی اډې د نه جوړولو په زمینه کی د یو پروګرام د جوړولو په سر، د واشنګټن له مقامونو سره موافقې ته رسیدلئ دئ.
*******
د تهران چاپ د جام جم په ورځپاڼه کی د پنتاګون په حواله لیکل شوی:« په یمن کی د عربستان په حملو کی ګډون لرو»
د امریکی دفاع وزارت«پنتاګون»، په کانګرس کی د یوې طرحې په ځواب کی؛ چی د یمن په ضد په سعودی ائتلاف کی، د امریکایی پوځیانو د ګډون د بندیدو په لټه کی ده؛ اعلان وکړ: د امریکی متحده ایالتونه، په یمن د عربستان په حملو کی برخه لری، او دغه همکارې د واشنګټن د ګټو د ساتنې لپاره ده.
د«عربی اسکای نیوز» شبکې د راپور په اساس، د پنتاګون استازی، د امریکی کانګرس د طرحې په ځواب کی، پخپلو دفاعیاتو کی څرګنده کړه: د امریکی پوځ؛ د هوایی سونګ رسونی، د اطلاعاتو د رسولو او همداراز پوځیانو ته د مشورې ورکولو له لارې، د یمن په ضد په سعودی ائتلاف کی برخه لری. د امریکی دفاع وزارت ټینګار وکړ: عربستان؛ په منځنی ختیځ کی د متحده ایالتونو لپاره یو اصلی ملګری دئ، او واشنګټن د خپلو ګټو د ساتلو لپاره له «ریاض» سره خپلې پوځی ملګرتیا او تړون ته اهمیت ورکوی. د پنتاګون دغه دریځونه په داسی حال کی اعلان شول، چی د کانګرس د سناتورانو یوې ډلې، د یوې طرحې په وړاندی کولو سره، د یمن په خلاف د عربستان له جګړې څخه د واشنګټن د ملاتړ د بندیدو غوښتنه وکړه، چی د زرګونو بی ګناهو ملکیانو د مرګ ژوبلې سبب شوې ده.
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو مطالبو ته یوه لڼده کتنه کوؤ:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړی دی.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلی، حکومت د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې له طالبانو سره د سولې یوه اړخیزه طرحه وړاندې کړه، ولسمشر غنی ادعا کوی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د ده د سولې پلان تائید کړی دی.
خو په سرمقاله کې راغلی له دغې خبرې یوه ورځ وروسته ولسمشر د امنیتی ځواکونو د ملاتړ په غونډه کې بیا وویل؛ چې سوله کوو خو د دې معنی د جګړې پای ته رسېدل نه دی.
سرمقاله لیکونکی دې ته پام سره لیکلی چې په دې توګه نو په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو خوب نه شو لیدای او ټینګار کوی چې چارواکی دې نور په داشان خبرو سره د ولس له برخلیک سره لوبې نه کوی.
انیس:
خو انیس دولتی ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلی چې د کابل پروسې دوهم پړاو ناستې دا وښودل چې افغان دولت سولې ته ژمن دی.
په سرمقاله کې د افغان چارواکو په حواله راغلی، طالبان د سولې له خبرو پرته بله لار نه لری او د سولې دا خبرې هم باید بین الافغانی وی.
ورځپاڼه لیکلی، امریکا هم د دغه هېواد د یو مهم ملاتړی په توګه د افغان چارواکو له دې پرېکړې سره سر خورولی دی.
دنیا:
دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلی چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم له طالبانو غوښتی چې د افغان حکومت د سولې وړاندیز ومنی او د امریکا پر ځای له افغان حکومت سره سوله وکړی.
دنیا خپله سرمقاله هم د افغانستان د سولې په موضوع لیکلی ده.
په سرمقاله کې راغلی، طالبانو ته د افغان حکومت د سولې وړاندیز د امریکا، بریتانیا، چین، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو او سازمانونو له لوری هم ستایل شوی او ترې کلک ملاتړ شوی دی.
ورځپاڼه لیکلی، اوس نو طالبانو ته پکار ده چې ترهګرو سره اړیکې پرې کړی، له سخت دریځۍ لاس واخلی او له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شی.
د سرمقاله لیکونکی په باور، همدا یوازنۍ لاره ده چې افغانستان د بهرنیو له لاسوهنې ژغوری، او په دغه هېواد کې به د ژوند کولو لپاره یوه ارامه فضا رامنځته کړی.