د سوریې عسکرو له ترهګرو څو سیمې ازادې کړې
-
امریکا دسوریې په جنوب ختیځ کښې له التنف سیمې د ترهګرو ډلو دملاتړ لپاره استفاده کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې پوځیانو د دمشق په غوطه شرقی کښې دحزرما کلی او «اوتایا» او «النشابیه» ښارګی ازاد کړل .
دسوریې عسکرو له ترهګرو سره سختو جنګونه وروسته دغه سیمې ازادې کړی دی .
دسوریې پوځیان دغه راز د حزرما کلی په ختیځ کښې د کونځلو په کارخانې او د الشیفونیه ښارګی په جنوب کښې د دوه سوه څلور اویایمې(۲۷۴) لیوا په مرکز هم کنټرول ترلاسه کړل .
ترهګرو ته اړونده رسنیو هم د ریف دمشق په غوطه شرقی کښې په دغو سیمو کښې د پوځ په پرمختګ اعتراف وکړ .
دسوریې رسنیو هم وویل ترهګرو ډلو د پرله پسې پینځمې(۵) ورځې لپاره له امن لارې له غوطه شرقی سیمو د ملکی خلکو د وتلو مخه ونیوله او ټروریسټانو له خلکو د انسانی ډهال په توګه استفاده وکړه او په رامینځته شوی امن لارې د هوانونو په ډزو سره یې له دغه سیمې د خلکو د وتلو مخه ونیوله .
دسوریې په ریف دمشق کښې د حرستا سیمې په البیرونی روغتون اته (۸)راکټونه لګیدلی او د حرستا سیمې په خوا کښې هم د هوان پینځه (۵)ګولې لګیدلی دی چې له کبله یې روغتون او د خلکو کورونو او مالونو ته زیات تاوانونه رسیدلی دی .
دروسیې دفاع وزارت هم ویلی دی چې امریکا دسوریې په جنوب ختیځ کښې له التنف سیمې د ترهګرو ډلو دملاتړ لپاره استفاده کوی .
امریکا په التنف سیمه کښې ترهګرو ته روزنه او وسلې ورکوی او هغه حملې چې له دغه سیمې ترسره کیږی دامریکا د ځانګړیو عسکرو تر څارنې لاندې پلان او اجرا کیږی .
امریکا په تیرو څو میاشتو کښې په بیلابیلو رودو سره په سوریې کښې دداعش ډلې ملاتړ کړی دی او کله نه کله دغه ډلې ته پټ اطلاعات ورکوی چې د سوریې دپوځ په مرکزونو حملې وکړی .