د سوریې عسکرو له ترهګرو څو سیمې ازادې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66749-د_سوریې_عسکرو_له_ترهګرو_څو_سیمې_ازادې_کړې
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې پوځیانو د دمشق په غوطه شرقی کښې دحزرما کلی او «اوتایا» او «النشابیه» ښارګی ازاد کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 04, 2018 02:36 Asia/Kabul
  • امریکا دسوریې په جنوب ختیځ کښې له التنف سیمې د ترهګرو ډلو دملاتړ لپاره استفاده کوي .
    امریکا دسوریې په جنوب ختیځ کښې له التنف سیمې د ترهګرو ډلو دملاتړ لپاره استفاده کوي .

ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې پوځیانو د دمشق په غوطه شرقی کښې دحزرما کلی او «اوتایا» او «النشابیه» ښارګی ازاد کړل .

دسوریې عسکرو له ترهګرو سره سختو جنګونه وروسته دغه سیمې ازادې کړی دی .

دسوریې پوځیان دغه راز د حزرما کلی په ختیځ کښې  د کونځلو په کارخانې او د الشیفونیه ښارګی په جنوب کښې  د دوه سوه څلور اویایمې(۲۷۴) لیوا په مرکز هم کنټرول ترلاسه کړل .

ترهګرو ته اړونده رسنیو هم د ریف دمشق په غوطه شرقی کښې په دغو سیمو کښې د پوځ  په پرمختګ اعتراف وکړ .

دسوریې رسنیو هم وویل ترهګرو ډلو د پرله پسې پینځمې(۵) ورځې لپاره له امن لارې له غوطه شرقی سیمو د ملکی خلکو د  وتلو مخه ونیوله او ټروریسټانو له خلکو  د انسانی ډهال په توګه استفاده وکړه او په رامینځته شوی امن لارې د هوانونو په ډزو سره یې له دغه سیمې د خلکو د وتلو مخه ونیوله .

دسوریې په ریف دمشق کښې د حرستا سیمې په البیرونی روغتون اته (۸)راکټونه لګیدلی او  د حرستا سیمې په خوا کښې هم د هوان پینځه (۵)ګولې لګیدلی دی چې له کبله یې روغتون او د خلکو کورونو او مالونو ته زیات تاوانونه رسیدلی دی .

دروسیې دفاع وزارت هم ویلی دی چې امریکا دسوریې په جنوب ختیځ کښې له التنف سیمې د ترهګرو ډلو دملاتړ لپاره استفاده کوی .

امریکا په التنف سیمه کښې ترهګرو ته روزنه او وسلې ورکوی او هغه حملې چې له دغه سیمې ترسره کیږی دامریکا د ځانګړیو عسکرو تر څارنې لاندې پلان او اجرا کیږی .

امریکا په تیرو څو میاشتو کښې په بیلابیلو رودو سره په سوریې کښې دداعش ډلې ملاتړ کړی دی او کله نه کله دغه ډلې ته  پټ اطلاعات ورکوی چې د سوریې دپوځ په مرکزونو حملې وکړی .