په عراق دامریکائی پوځ حمله یو ناسم اقدام ؤ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66771-په_عراق_دامریکائی_پوځ_حمله_یو_ناسم_اقدام_ؤ
په همداوروستیو کې دامریکا داخلی حالات تر ډیره حده ترینګلی شوی دی ، ان تر دې چې اوس د دغه هیواد په ډیرو حساسو او پټو فیصلو هم نیوکې دعمومی افکارو غوږونو ته رسیدلی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 04, 2018 09:43 Asia/Kabul
  • په عراق دامریکائی پوځ حمله یو ناسم اقدام ؤ

په همداوروستیو کې دامریکا داخلی حالات تر ډیره حده ترینګلی شوی دی ، ان تر دې چې اوس د دغه هیواد په ډیرو حساسو او پټو فیصلو هم نیوکې دعمومی افکارو غوږونو ته رسیدلی دی .

 ایرنا خبری آ ژانس راپورورکړی  د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  په یولړ څرګندونو کې   په عراق  دامریکا او دهغې  د متحدانو  دحملې په دلیل  د دغه هیواد  د وخت پر ولسمشر جارج بش او د دغه هیواد پر استخباراتی  اورګانونوسختې نیوکې کړی او  اعتراف ئې کړی ،  چې  پر  عراق  د امریکائی پوځ  حمله  یوه ناسمه او بې ځایه  فیصله  وه .

راپورونه ښئ  سی این این ټیلیویژنی چینل په دې باب   د ډونالډ ټرمپ  دخبرو یوه کلیپ  پیدا کړی او  بیګا ئې خپور کړی هم دی .

ډونالډ ټرمپ  پرون   په فلوریډا ایالت کې  دجمهوری غواړی ګوند له مالی ملاتړو سره  په یوې غرمنۍ کې  وئیلی دی ، داسې ډیر بد سیاستوالان مو درلودل چې  د اوږدې مودې لپاره ئې  دغه هیواد اداره کړی دی .

ټرمپ زیاته کړې ،  په ۲۰۰۳کال کې  په عراق  په حملې کې دامریکا  اقدام یوه خورا ډیره بده فیصله وه چې  تر دې  دمه شوې  ده .   هغه  له دې مخکې هم  په عراق کې د د ډل وژونکو وسلو  په موندلو کې د ا مریکا د استخباراتی  اورګانونو  په ناکامۍ  هم سختې نیوکې کړی وې .

په همداوروستیو کې دامریکا داخلی   حالات تر ډیره حده ترینګلی شوی دی ، ان تر دې چې   اوس  د دغه هیواد په ډیرو حساسو او  پټو فیصلو هم نیوکې   دعمومی افکارو غوږونو ته رسیدلی دی .